Categories

اعلان

Loading…

کانونو وزارت د کرومایټو د استخراج ۵ قراردادونه په ۲۰ میلیونه ډالرو خرڅ کړل

تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د کانونو وزارت د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له پنځو شرکتونو سره د د کرومایټ ډبرو د استخراج او پروسس ۵ تعدیل شوي قراردادونه لاسلیک کړل.

د کانونو وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، دا معدنونه به په کابل، لوګر، پروان او میدان وردګو کې استخراج او د پنځو واړو شرکتونو لخوا به پرې ۲۰ میلیونه ډالر مصرف راشي.

بلخوا د کانونو وزارت تخنیکي مرستیال عنایت الله مومند وايي، دوی د پانګه والو د هڅونې لپاره د امتیازاتو حق له ۳۰ سلنې څخه اووه نیم سلنې ته راښکته کړی دی، خو په بدل کې یې پانګه وال مجبور دي چې د کرومایټ  ډبرو د استخراج تر څنګ د دې ډبرو پروسس په افغانستان کې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال طالبان او ځايي زورواکان د کرومایټ ډبرو استخراج په غیر مسلکي ډول ترسره کوي، چې دا خبره د کانونو وزارت سرپرسته نرګس نهان هم مني او وايي، تر ټولو زیات د د کرومایټو ناقانونه استخراج په خوست او پکتیا کې روان دی.

481 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2