Categories

اعلان

Loading…

کاپیسا: د والیبال لوبغالي کې چاودنې ۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: کورنیو چارو وزارت وایي، کاپیسا کې د واليبال لوبې د نندارچیانو منځ کې چاودنې ۳ ملکیان وژلي او ۲ نوریې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې تړاو تاند ته وویل، پېښه پرون مازیګر ناوخته د تګاب ولسوالۍ کاکړشاه کوټ کلي کې شوې او طالبانو د والیبال په میدان کې دننه ماین ځای پر ځای کړی و چې د لوبې په وخت کې یې چاودنه کړې او له کبله یې درې کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په ټویټر لیکلي چې د کاپیسا پېښه په دوی پورې اړه نلري، مګر د کورنیو چارو وزارت وايي کاپيسا کې له طالبانو پرته بله هیڅ ډله فعاله نه ده او طالبان هم هغه پېښې ملکي تلفات په کې واوړي، مسوولیت یې نه مني، په داسې حال کې چې دا ډول بریدونه هم دوی ترسره کړي وي.

220 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸