Categories

اعلان

Loading…

د امریکا کانګرس پر ګونګه سوله او د تړون په نه کېدو زلمی خلیلزاد احضار کړ

تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د امریکا کانګرس د سولې د ګونګو خبرو پر مخ بیولو له کبله افغان سولې لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد احضار کړی دی.

 امریکايي رسنیو ویلي چې خلیلزاد یې دې لپاره احضار کړی تر څو د سولې د خبرو له ګونګتیاڅخه تر دسولې د خبرو د ماتېدو پورې ټول جزیات او د خبرو د ماتېدو دلایل ورته ووايي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټې استازو او مشر ایلوټ اینګل پرون رسما په یوه علني جلسه کې له خلیلزاد څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې حاضر شي او دوی سره دې خبرې وکړي.

له دې وروسته د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر ایلوټ اینګل پر خپله ټویټر پاڼه هم ولیکل چې خلیلزاد باید سبا لس بجې د دوی د استماعیه جلسو په خونه کې حاضر وي.

ښاغلي اینګل ویلي، دوی به نېغ په نېغه له خلیلزاد څخه پوښتي او هغه به یې ځواب ورکوي چې څرنګه له طالبانو سره خبرې وځنډول شوې؟

نوموړي خلیلزاد ته استول کېدونکې احضار نامه په داسې حال کې لاسیلیک کړه چې تر دې وړاندې نوموړي څو ځله کانګرس ته د ورتلواو حساب ورکولو غوښتنه ټکر کړې وه.

 ایلوټ اینګل تېره اوونۍ د درېیم ځل لپاره هغه مهال چې مذاکرات نه وو ختم شوي، ور وروغوښت خو خلیلزاد جلسې ته ورنغی.

ښاغلي اینګل تېره اوونۍ ویلي وو، چې افغانان او امریکایان حق لري پوه شي چې زلمي خلیلزاد  د سولې په نوم څه روان کړي دي؟

دا په داسې حال کې ده چې پر زلمي خلیلزاد تورونه دي چې نوموړي دسولې هوکړه نه بلکې له طالبانو سره د امریکا یوه معامله ترسره کوله.

په دې معامله کې خلیلزاد کوشش کاوه چې یا دی پخپله افغانستان کې د وایسرای رول ادا کړي، یا هم خپل دیرینه ملګري حامد کرزي ته بیا د واک واګي په لاس کې ورکړي.

دغه راز په وروستیو کې عبدالله عبدالله هم په تمه کړای شوی او توافق پرې شوی و، چې که غني یې نه مني نو د سولې د هوکړې سند به عبدالله لاسلیکوي او د مؤقت حکومت مشري به هم عبدالله ته ورکوي، تر څو د طالبانو په راتګ سره نوي نظام کې د نظار شورا ځای ورک نه شي.

همدا راز د امریکا د سي آی ای پخواني مشر او د امریکايي سینټ کام اوسني مهم غړي ډیویډ پټریاس ویلي چې طالبانو له زلمي خلیلزاد څخه غوښتي وو چې په ټاکنو کې دې د اشرف غني د بریا مخه په کلکه ونیسي او هغه دې له صحنې وباسي.

هغه ټکی چې د عبدالله، عطا نور نظارشورا او د غني د ګڼو دښمنانو خوب هم ګڼل کېږي.

 .

1,088 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸