Categories

اعلان

Loading…

فوربس مجله: امریکا ۱۸ کالو کې پر افغان جګړه ۹۷۵ میلیارده ډالر لګولي

تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه:  امریکايي فوربس مجلې په افغان جګړه د امریکا د مصارفو تازه لیست خپور کړی او ویلي یې دي چې د اټکل له مخې واشنګټن تر اوسه په ۱۸ کلونو کې د افغانستان پر جګړه ۹۷۵ ملیارد ډالر لګولي دي.

که څه هم دا راپور د امریکايي چارواکو له خوا رسما نه دی تایید شوی خو په دې مصارفو کې د افغان ځواکونو تمویل، تجهیز او روزنه، دغه راز د افغانستان د حکومت د بودیجې مصارف او د امریکايي پوځیانو مصارف ټول شامل دي.

د اټکلونو له مخې هر امریکايي عسکر په افغانستان کې د کال ۱ میلیون ډالر خوړلي دي چې دا یې په صحي خوړو، لباسونو، وسلو، روغتیا، معاش او نورو ضرورتونو کې حساب شوي دي.

د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده ۱۸ کاله جګړه حساب شوې وه، خو اوس یې د تر ټولو ګرانبیه جګړې نوم هم خپل کړی چې له کبله یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، باید په افغانستان کې د خپلو سرتېرو مصارف راکم کړي او د همدې لپاره یې د سولې پروسه مخته یوړه.

د فوربس مجلې راپور وايي، امریکا په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال ۲۳ ملیارده، په ۲۰۰۲ کې هم ۲۳ ملیارده، په ۲۰۰۳ کې ۱۷ ملیارده او په ۲۰۰۴ کې ۱۵ ملیارده ډالر لګولي دي او دا هغه کلونه دي چې د جګړې مصارف په کې کم وو او طالبانو لا بیرته سرونه نه وو راپورته کړي.

له دې وروسته په افغان جګړه هر کال د امریکا د مصارفو کچه زیاته شوې ده چې له دې منځه په ۲۰۰۵ کال ۲۱ ملیارده،په ۲۰۰۶ کال ۱۹ ملیارده، په ۲۰۰۷ کال ۳۱ ملیارده، په ۲۰۰۸ کال ۳۹ ملیارده ډالر لګېدلي او دا هغه کلونه دي چې پاکستاني چارواکو یې په تړاو ویلي چې دغو کلونو کې دوی بیا طالبان راژوندي کړل او د افغانستان د جګړې ډګر یې ورباندې تود کړ، د دغو رازونو زیاتره برخه یې پرویز مشرف پاکستاني دیکتاتور ولسمشرراسپړلي دي.

په افغانستان کې د جګړې تر ټولو سخت پړاو له ۲۰۰۹ څخه پیل شو چې په دغه کال د امریکا مصارف په افغانستان کې ۵۶ ملیارده، په ۲۰۱۰ کال ۹۴ ملیارده، په ۲۰۱۱ کاله ۱۰۷ ملیارده، په ۲۰۱۲ کې هم ۱۰۷ ملیارده، او ۲۰۱۳ کې ۱۰۱ ملیارده ډالر لګېدلي دي خو له دې کلونو وروسته د امریکا مصارف او ځواکونه په ګراف کې بیرته په کمېدو ښودل شوي دی.

د امریکا د جګړې مصارف په ۲۰۱۴ کال چې په افغانستان کې د بدلون نوې لسیزه ورسره پیل شوه او اشرف غني واک ته راغی، دغه کال یې مصارف ۸۶ ملیارده ډالر ښودل شوي خو له دې وروسته په ۲۰۱۵ کال دا مصارف ۷۷ ملیارده ډالر، په ۲۰۱۶ کې ۵۸ ملیارده ډالر، په ۲۰۱۷ کې ۵۰ ملیارده ډالر، په ۲۰۱۸ کې ۵۲ ملیارده ډالر او په ۲۰۱۹ کې هم دا مصارف ۵۲ ملیارده ډالر اټکل شوي دي.

امریکا د ۲۰۱۹ کال له پیله د دغو مصارفو د راکمولو په خاطر له طالبانو سره مذاکرات پيل کړل، مګر دغه مذاکرات په دې وروستیو کې د ټرمپ د قهر او د طالبانو د بریدونو تېزولو له کبله له ماتې سره مخ شول، داسې چې معلومه نده بیا به دا دروازې پرانیستل شي؟ که به د دواړو لوریو لخوا یو پر بل د ټوپک میلونه خلاص شي؟

843 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. MHA Reply

    If American forces leave and the dollars are cut, the government will not be able to pay salaries to its workers.and this is one major reason that the Afghan government doesn’t want the US forces to leave.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸