Categories

اعلان

Loading…

جلغوزې او پستې افغانستان ته ۲،۲ میلیارده ډالر عاید راوړی، خو د قاچاق مخه یې نه نیول کېږي

تاند، پنجشنبه،  د سنبلې ۲۱مه: کرنې وزارت که څه هم د وچې مېوې پستې او جلغوزې د صادراتو له لارې هېواد ته د ۲ اعشاریه ۲ میلیارده ډالر عواید راغلي بولي خو ګیله کوي چې مسوولې ادارې ورسره ګاونډیو هېوادونو ته د پستې د قاچاق په مخنیوي کې مرسته نه کوي.

د کرنې مرستیال وزیر حشمت الله غفوري نړیوالو بازارونو ته د افغاني پستې او چلغوزې د صادراتو د پراختیا اړوند ناسته کې وايي، دا مهال د ځنګلونو وهنه او د پستې او جلغوزې قاچاق د کرنې وزارت لویه ستونزه ده.

خو دغې ناستې ته د چارو د ادارې مرستیال خان ولي بشرمل بیا وویل، هڅې روانې دي چې ټولو هېوادونو ته د جلغوزې او پستې د قاچاق مخه ونیول شي: (( همدا اوس زموږ  د پستې او جلغوزې د صادراتو له درکه افغانستان ته ۲ اعشاریه ۲ ملیارده ډالر عاید راغلی دی، خو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې باید خلک له حکومت سره مرسته وکړي.))

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، ګاونډیان اوس هم هڅه کوي چې پر افغاني تولیداتو خپل انحصار وساتي، خو په وینایې بیا هم دې وختونو کې د افغانستان د میوې صادرات د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې وزارت وايي هر کال په افغانستان کې ۲۳ زره ټنه جلغوزه کېږي چې ۱۶۰۰ ټنه یې قانوني او نوره یې په قاچاقي ډول له هېواده صادرېږي.

په داسې حال کې چې د معلوماتو له مخې دا مهال ۴۴ زره هکټاره ځمکه کې د افغانستان جلغوزه او ۳۵۷۱ هکټاره ځمکه کې د پستې ځنګلونه موجود دي.

1,057 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2