Categories

اعلان

Loading…

ملي امنیت د کابل د ۲۹ بریدونو طراحه او تر ټولو خطرناکه داعش شبکه ونیوله

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: د ملي امنیت ریاست په کابل کې د داعش ډلې تر ټولو خطرناکه ۳ کسیزه شبکه نیولې ده چې د کابل په ۲۹ بریدونو کې یې مستقیم لاس درلود.

 ملي امنیت په دې تړاو تاند ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، د وچني اختر په ورځ پر ارګ د راکټونو ویشتلو پېښه، چارراهي قمبر کې د ملي اردو په مرکزونو د ۵ ځانمرګو ننه ایستلو پېښه، له ۵۰۰ فامیلیو څخه د امریکا پر سفارت د توغندي ویشتلو پېښه، د کابل ششدرک ته د ځانمرګي لېږلو او پر خبریالانو برید، د پل محمود خان ځانمرګی، د مارشال فهیم پر پوهنتون ځانمرګی برید، د عبدالعلي مزاري پر مصلی د هاوانونو ویشتلو پېښه، شهر نو پارک کې پر مظاهره چیانو ځانمرګی برید، د محمد محقق پر کور برید، د سیلو ساحه کې د محصلینو پر موټر برید، بره کي څلورلارې کې د حج اوقافو وزارت د مامورینو پر موټربرید، د معترضو مېرمنو وکیلانو پر خیمه برید، د خارجه وزارت پر ډیپلوماټانو د وزیر اکبر خان سیمه کې برید، د یوولسمې ناحیې پر امام زمان جومات برید، د ټاکنو کمېسیون مخته پر معترضو وکیلانو برید، د شهر نو پارک په مظاهره چیانو دوهم برید، د شکر درې ولسوالۍ پر مفتي نعمان برید، دهمزنګ کې د روښنايی غورځنګ برید، پلچرخي ته څېرمه د نیپالیانو پر موټر برید، کارته سخي کې د محرم پر عزادرانو ځانمرګی برید، پر ملي سوداګر حاجي رمضان برید، کابل کې د عراق پر سفارت د دوه ځانمرګو د بریدونو پلان، څلورم مکروریان کې د بهرنیانو پر کاروان برید، کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د دریو ماینونو خښولو پېښه، پر سردارداوودخان روغتون برید، خیرخانه لب جر کې د جمعیت اسلامي پر غونډه برید، پر ۱۳مه امنیتي حوزه ځانمرګی برید او پر کابل هوايي ډګر توغندیز برید هغه ټول څه وو چې دغې ډلې پلان او ترتیب کړي وو او مستقیم لاس یې په کې درلود یا یې ځانمرګي ورته رسولي وو.

ملي امنیت ریاست وايي، دغه درې کسان محمد شریف، عبدالواحد او صابر نومېږي چې لومړي دوه کسان د دغو ټولو بریدونو اصلي طراحان وو او صابر به ورته د کابل له بوش بازار څخه نظامي وسایل رسول.

697 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2