Categories

اعلان

Loading…

غني: عبدالله کورنۍ جګړه جوړوله ځکه مې حکومت کې شریک کړ، بیا یې نه پرېږدم

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: ولسمشر غني وايي، له ټاکنو ډېر ژر وروسته به په  کور دننه، سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې بحثونه بیا راتازه شي، خو که واک ته بیا ورسېد نو عبدالله عبدالله به په حکومت کې شریک نه کړي.

ولسمشر غني نن خپلې کمپایني غونډې ته په کابل کې وویل، چمتو دی چې طالبانو ته په نظام کې د ګډون اجازه ورکړي، خو تسلط ته به یې هیڅکله پرېنږدي: (( افغانان په زور د چا واک نه مني، نه اجازه ورکوي، افغانستان به یو جمهوریت وي او مؤقتو حکومتونو ته په کې نور ځای نشته.))

 ولسمشر غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا که بریالی شي بیا به هم عبدالله عبدالله له ځان سره په واک ورشریک کړي؟ وویل: (( هیڅکله نه، عبدالله ستونزې جوړوی او ما ورسره واک له دې کبله شریک کړ چې بیا د ګلبدین او رباني په څېر کورنۍ جګړه پيل نه شي.))

دا دویم ځل دی چې ولسمشر اجرائیه رئیس ته مخامخ ګوته نیسي، لومړی یې اجرائیه ریاست چیلک باز بللی وو او داځل یې مستقیم ویلي چې نوموړي غوښتل افغانستان د رباني او ګلبدین د جګړو وخت ته وګرځوي.

2,162 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. عثمانی Reply

    انشاء الله چې دا ځل به چېلک انداز او د اوباشانو یا لنډغرو مشر داسې ماته خوري چې بیا به هېڅکله تاسو جناب ته مزاحمت ونکړي. د هغې ورځې په هیله چې یو قوي ، قانوني ، امن او با ثباته پرمختللی افغانستان جوړکړئ .

  2. Haroon Reply

    لنډغر او مشران یې په تاریخ کې د غلاوو، لوټماریو، جاسوسیو او هېواد پلورنې پرته بل صفت نلري. نو خدای دې دا ځل ولسمشر غني ته دا همت ور په برخه کړي چې لنډغر د ځان څخه لېرې کړي او داسې حکومت را مینځ ته کړي چې په ټولو برخو کې قانون یو شان پلی شي. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸