Categories

اعلان

Loading…

د فراه ۳ تنه لومړۍ درجه لوړ پوړي چارواکي له دندو ایسته شول

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: د فراه د امنیتي وضعیت په مدیریت کې د ناغېړۍ له کبله حکومت د دې ولایت څو لومړۍ درجه لوړ پوړي چارواکي له دندو شړلي دي.

د فراه ولایت مقام مؤثقې سرچینې وايي، مرکزي حکومت د فراه د والي مرستیال موسی نظري او د ملي امنیت رئیس افضل خان له دندو ایسته شوي دي.

سرچینه تاند ته وايي، د فراه د نوي مرستیال والي په توګه د فراه د ولایتي شورا د پخواني رئیس فرید بختاور ورور مسعود بختاور ټاکل شوی دی، خو ملي امنیت د رئیس پر ځای د صمد شمس په نوم یو بل کس معرفي شوی دی.

سرچینه وايي، کیدای شي چې د فراه د امنیه قومندان محی الدین خیرخواه پر ځای هم بل څوک دغې دندې ته وټاکل شي خو لا یې نوم مخې ته نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې طالبانو پر فراه ښار برید وکړ او د جلب و جذب قومنداني یې د څو ساعتونو لپاره ونیوله، مګر بیرته له ښاره وشړل شول، خو د فراه په اناردره او پشتکوه ولسوالیو کې د طالبانو نښتې لا هم له افغان ځواکونو سره روانې دي.

865 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸