Categories

اعلان

Loading…

جمعیت ګوند د نظام پر ضد څو کسیز نوی ایتلاف جوړ کړ

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: د جمعیت ګوند په داخل کې څو کسانو عطا محمد نور، یونس قانوني، بسم الله محمدي، احمدولي مسعود او عبدالستار مراد د تورن اسماعیل خان په مشرۍ د افغانتسان د سولې او خلاصون په نوم نوی ایتلاف اعلان کړ.

دغه ایتلاف د موجودیت له اعلان سره سم غږ کړی چې ټاکنې دې وځنډول شي او د سولې پروسه دې بیرته له سره پیل شي.

د دغه ایتلاف اکثره غړي چې د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې له ماتېدو وروسته بې سرنوشته شوي دي، وايي، اوسني شرایط د ټاکنو لپاره اماده نه دي.

د دغه ایتلاف مشر اسماعیل خان وايي: «ناامني ډېره ده د ټاکنو شفافیت تضمین نه دی باید د مصالحې بحثونه اولیت ولري.»

دې ایتلاف د خپل موجودیت تر اعلان دوه ورځې وړاندې په هرات کې د اسماعیل خان په کور کې پټه او بیړنۍ غونډه هم کړې وه چې په ترڅ کې یې د ټاکنو د ځنډولو په هڅو باندې توافق شوی او ویل شوي چې د سولې د پروسې په ځنډېدو سره د دوی اینده د غني په لاس نوره هم تیاره کېدای شي.

1,892 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
50f7ec14-2808-4cf0-e780-6c91c59a94b7
response_body:
{"id":"bdbde8c4-c8e7-447a-9387-d69ba8b6d681","recipients":740,"external_id":"50f7ec14-2808-4cf0-e780-6c91c59a94b7","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
740
notification_id:
bdbde8c4-c8e7-447a-9387-d69ba8b6d681

5 comments

  1. سلیم Reply

    هههههههههه دا یتیم شوي سقویان د ې همیشه همداسې سرګردانه سربډاله وي، دې کې به د ملت خیروي

    نوټ: دې عکس کې یو پښتون سقوی(اسماعیل لخوا دریم چپخوا) هم ښکاري، هیڅ عجیبه نده، سقوي د قوم نوم نه دی، د مدنیت ضد اڼډوخر د مدرسې نوم دی. سقویان هر قوم کې پيداکیږي

  2. samad Reply

    هغه یوه ته چې داسمعیل څنګ کیڼې خواته ناست او (باټا)بوټونه یې په پښو دی ورته ووایاست سم کینه ! دومره شواړ ناست – څه زیږون خودې نه ده کړی یا په سماوار کې ناست یې

  3. عثمانی Reply

    ټول عمر مو په اییتلاف او دسیسو جوړول کې تېر شو
    یو خو د جمعیتیانو نراوښځه مالومه نه شوه، لکه اوښمرغی یا شتر مرغ ته چې ووایې بار یوسه ، دی به وایی چې زه خو مرغه یم او کله چې ورته ووایې والوزه ، دی به وایې چې زه خو اوښ یم.
    جمعیتیانو تاسو خو د خلیفه رباني دولت پنځه کاله په کابل کې له 1371- 1376 په اجاره اخیستی وو او بیا تر 1381 کاله له ټولو نړیوالو مرستو برخمن په کولاب او خواجه بهاالدین کې پراته وئ ، له 1381 تر نن پورې بیا نیم یا 50 سلنه واک ستاسو په اختیار کې دی ، نور څه غواړئ ؟
    پدې 27 کلونو کې مو که ګران افغانستان ته یو خدمت کړی وي ، مهرباني وکړئ ووایی. زما خو چې یادیږي تاسو تل جګړې روانې کړيدي، لومړي مو له حزب اسلامي سره ووهل ، بیا مو حزب وحدت راڅملاوواو ددوستم جنبش مو تر سالنګه ورواړاوو. د طالبانو له راتګ سره مو ټول بانکونه چور ، کابل ښار مو په کنډواله بدل او بیا په منډه په پنجشیر او کولاب ورشېوه شوئ. ملي اردو مو منحله او ټول تجهیزات مو چور کړل .
    د حامدکرزي په وخت کې ټول مهم وزارتونه ستاسوپه واک کې ول او د باندینیو چارو وزارت خو ستاسو میراث ګرځېدلی داخل او خارج مو له خپلو بچو او اولادونو ډک دی ، د مسعود درې واړو ورونو هریو یحی مسعود ، احمد ولي مسعود او احمدضیا مسعود پنځلس شل کاله بې پوښتنې او بې حسابه سفارتونه وکړل او ټول عواید مو خپلو جیبونو ته واچول، د کرزي په وخت کې د احمد ضیا مسعود بکس له 52000000 دوپنځوس میلیونو دالرو سره د دوبۍ په هوایې ډګر کې ګیر شو.
    بریدمل اسمعیل خان مو د امریکایی او نړیوالو مفتشینو له خوا د 3000000000 درې میلیاردو دالرو په غصب او غلا متهم شو.
    جنرال بسم الله خان د 8200000 میلیونو افغانیو پچو په دوسیه کې لا تراوسه متهم دی او د پشقل فروش افتخار یې کسب کړ.
    ستاسو هریو همداسې پټې او ښکاره دوسیې لا لاینحله پاته دي او بیا هم اییتلافونه جوړوئ ، ټول عمرمو په اییتلاف او دسیسو جوړول کې تېر شو. نور څه غواړئ ؟

  4. محمدربی آماج Reply

    دا سیاسی یتیمان د خپلی ځان غوښتنې او سیاسی بیعقلۍ قربانیان دی،دوی تر اوسه هم هماغه مخکینۍ سوچ کوی چی ګویا د امریکایانونازولی دی او دحکومت واګې باید تل تر تله د دوی سره وی.د دوی د خیال او سوچ سره هماغه وردګی لنډۍ سرخوری کوم چی وایی: په پتاسود اموخته کړم««»» اوس د جوارو پولۍ خوند نه راکوینه.

  5. Dr.Atal Reply

    دا دریځونه او سوابق کوم چی دا جنابان یی لری دا ٍثابتوی چی نه له ملت نه شرم لری او نه د خدای (ج) نه ویره ، څنګه چی د جهاد غله وو نور هم خدای شرمولی ، اوس که اشرف غنی ۸۰٪ رایی هم وګټی ء، دوی یی نه منی او سر د اوسه انتخاباتو ته پلمی لټوی چی انتخابات ونشی او د خارجیانو سره د معاملی دلاری لکه د بن معامله چی اوسنی جنګ او تباهی د دوی د معاملی زیږنده ده کومی بلی معاملی ته لار جوړه کړی ، دوی په چوکی کینول شی او ملت په بل غم واړوی ، نو پهلوان زنده خوش است.
    حال دا چی مجاهد د ملی ګټو او ملت لپاره محضا لله قربانی ورکوی چی ملت آرام او با عزته وی، متآأسفانه چی زموږ دولت احزابو ته رسمیت ورکړی خو ارزیابی نلری ،نه پوهیږم چی قانون ور ته نلری که د پوښتنی او ارزیابی کارهم د سقویانو سره دی ،مګر که تیرو ۱۸ کلنو حکومتی غلو احصائیه واخیستل شی د بیت المال تاراج کوونکی او معامله ګر ارذل الناس همدا سقویان دی چی ۹۰ ٪ یی همدا حضرات جوړوی او حکومت کولی شوی د صحیح ارزیابی د لاری دا په ملی خیانت تر ستونی غرق مفسین محاکمه ، تنظیمونه یی منحل او میلیونی او میلیاردی غله یی محاکمه شوی وای ، او همدا د ملت لپاره یواّځینی لار د خلاصون ده له دغی ارذل الناس څخه ، چی دملت په وینو نه مړیږی ، خو چاته وایی ؟، که از،پیش کله خر یاسین خواندن ، بیش نیست

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2