Categories

اعلان

Loading…

کورنیو چارو وزارت د ټرمپ هغه ادعا تایید کړه چې په ۴ ورځو کې د ۱۰کلونو هومره طالبان ځپل شوي

تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۲۰مه: د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل ، چې موږ په تیرو څو ورځو کې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې دومره طالبان ځپلې، چې که دغه تر ۲ میاشتو همداسې دوام وکړي نو طالبان به هیڅ د سر پورته کیدو وس ونه لري .

دوی د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه ادعا نه رد وي چې، امریکايي پوځیانو په تېرو ۴ ورځو کې په افغانستان کې دښمن (طالبان) دومره سخت ځپلی چې په تېرو ۱۰ کالو کې یې نه و ځپلی خو دوی د افغان امنیتي ځواکونو یادونه کوي چې په خپله زړورتیا او دوام داره عملیاتو یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولي.

وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندوني کړي وي چې له طالبانو سره یې هر ډول خبرې ختمې او طالبان به د جګړې له امله اوس وځپي.

تر دې ادعا یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له فاکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې په تېرو ۱۰ ورڅو کې په افغانستان کې تر ۱۰۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ښاغلی رحیمي ددې تر څنګ ددې یادونه هم کوي چې فعلاً د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد جګړه روانه ده ،چې همدا نن یې هم له طالبانو د بدخشان کران او منجان او د تخار درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالۍ نیولي دي.

843 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2