Categories

اعلان

Loading…

د امریکا د ملي امنیت سلاکار استعفا غبرګونونه پارولي

تاند، چهارشنبه، سنبلې ۲۰مه: د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د مسایلو پخوانۍ څېړونکې لورېل مېلر د جان بولټن د استعفا په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې افغانستان نه یوازې د امپراتوریو هدیره ده بلکې ددې تر څنګ د ټرمپ د ملي امنیت د سلاکارانو هدیره هم ده.

دوی وایي افغان جګړه ددې لامل شوي چې د امریکا د ملي امنیت هر سلاکار دې ته مجبور کړي چې خپله استعفا وکړي .

د نوموړې په وینا په لومړي سر کې مک ماسټر غوښتل چې د افغان جګړې ځینې شیان پر ټرمپ ومني، خو ټرمپ و نه منله او هغه یې له دندې ګوښه کړ.

تازه بیا د امریکا د ملي امنیت د سلاکاراو ولسمشر ټرمپ ترمنځ ژور نظر د اختلاف ددې لامل شوو چې جان بولټن له دندې لري شې.

نوموړې په ټینګار سره ویلې چې په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو او ټرمپ لیدنه د طالبانو له امله نه بلکې د جان بولټن مخالفت له امله لغوه شوې ده.

نوموړې په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي، خو ټینګار کوي چې ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل نظر مخالف ښايي و نه شي زغملی.
نه یوازې په امریکا کې بلکې په افغانستان کې هم دې موضوع ځینې شکونه راپورته کړي دي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸