Categories

اعلان

Loading…

افغان ځواکونو  ۲ میاشتې پس له سرو زرو ډکه کران او منجان ولسوالي ونیوله

تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۲۰مه: د دفاع وزارت مسوولین وايي، توانیدلې چې له دوه میاشتو وروسته د بدخشان ولایت کران او منجان ولسوالي نن سهار د امنیتي ځواکونو په هڅو له وسله والو طالبانو ونیسي.

په روانه اونۍ کې دا د بدخشان دریمه ولسوالي ده چې دفاع وزارت یې له طالبانو څخه د بېرته نیولو خبر ورکوي.

د د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن سهار رسنیوو ته په استول شوي خبر پاڼه کې ویلې چې کران او منجان ولسوالي یې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د ولسي پاڅونوالو په مرسته نیولې ده.

وسله والو طالبانو د دوه میاشتې مخکې کران او منجان ولسوالۍ تر یوې اونۍ نښتو وروسته نیولې وه.

ښاغلی احمدزی وایي، د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو پرمهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده خو ددې مرګ ژوبلې کره ارقام یې نه دي په ډاګه کړي

.
له دې وړاندې دفاع وزارت د بدخشان د وردوج او یمګان ولسوالیو د نیولو خبر هم ورکړی وه .

د بدخشان ولایت امنیتي مسوولین وایي په بدخشان ولایت کران او منجان کې د معدنو لوي کان شتون لري چې د طالبانو ډیری جګړه ددې لپاره ده چې دغه کان استخراج کړي.

د دفاع وزارت ویاند وايي، چې دا مهال یوازې د بدخشان د پنځو ولسوالیو په اطرافو کې طالبان حضور لري چې پر ضد یې عملیات روان دي.

طالبانو تراوسه د کران او منجان ولسوالۍ په اړه رسنیوو ته څه نه دي ویلې.

519 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2