Categories

اعلان

Loading…

له ملګرو ملتونو وروسته جرمني هم په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی

تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۲۰ مه: له ملګرو ملتونو وروسته چې په بین الافغاني خبرو یې د پیل ټینګار وکړ او د جګړې یواځینی حل یې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ خپلمنځې خبرې یادې کړي ، تازه په کابل کې د جرمني هیواد سفیر پېټر پوکول په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او دوی د مذاکراتو په اوږده بهیر کې له دې پروسې خپل پراخ ملاتړ څرګند کړی دی.

د ښاغلي پوکول په وینا لا هم د بینلاافغاني مذاکراتو پلوی کوي او له دواړو لورو د دې هیله لري چې وکړی شي په دې برخه کې همکاري وکړي.

هغه د زر تر زره د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړي او ویلې دي چې په دې توګه دې په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي چې له وسلوالو طالبانو سره د امریکایي پلاوي خبرې تر نهم پړاو ورسیدې خو تیره اونۍ د امریکا ولسمشر په یوه ناڅاپي ټویټ دغه خبرې لغوه او په جګړه یې ټینګار وکړ.

جرمني تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ان ویلي یې وو چې که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب به هم وکړي

435 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2