Categories

اعلان

Loading…

ټرمپ : د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له دندې لرې کړ

تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۲۰ مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره شپه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې ده د ځینو مخالفتونو له امله د ملي امنیت له سلاکار وغوښتل چې استعفا ورکړي او ښاغلي بولټن هم دغه خبره ومنله او خپله استعفا یې اعلان کړه.

ښاغلی ټرمپ وایي زه د ده له ډېرو مشورو سره راضي نه وم، خو په اداره کې نور خلک هم ورسره سلا نه وو. ځکه مې ورنه د استعفا غوښتنه وکړه چې نن سهار را ورسېده.

زه یې د خدمتونو له کبله مننه کوم، او راتلونکې اوونۍ به خپل د ملي امنیت نوی سلاکار اعلان کړم
ویل کیږي ښاغلی جان بولټن له وسلوالو طالبانو سره د امریکا د وروستۍ هوکړې مخالف و او له زلمي خلیلزاد سره یې په همدې مسئله جدي اختلافات لرل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې ډیر کله له افغانستان نه د خپلو سرتیرو په ایستلو ټینګار کوي خو ښاغلي بولټن بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام غوښت، چې له همدې امله هم د دوی ترمنځ ژور د نظر اختلاف وه .

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اعلان په غبرګون کې ښاغلي بولټن په خپله ټویټر پاڼه لیکلې.

چې تېره شپه یې پخپله استعفا وړاندې کړې وه. نوموړي لیکلي
“ما تېره شپه د خپلې استعفا وړاندیز وکړ، ولسمشر راته وویل، سبا به پرې خبرې وکړو “

د ښاغلي ټرمټ د ولسمشرۍ له پیل راهیسې جان بولټن د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت دریم مشاور و چې له دندې ایسته شو، تر ده وړاندې مایکل فلین او ایچ آر مک ماسټر هم دټرمپ له لوري له دندې ګوښه شوي وو.

سپینه ماڼۍ کې دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرې په ټپه دریدلې دي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸