Categories

اعلان

Loading…

طالبانو ګواښ کړی چې ټرمپ به له مذاکراتو څخه د مخ اړولو په پرېکړه پښېمانه کړي

تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۰مه: د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپلو ټویټونو وروسته چې له طالبانو سره مذاکرات یې مړه شوي بللي وو، د خپلې رخصتۍ په ځای کمپ ډېویډ کې خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د ختمولو لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې خو هیڅ پایله یې ورنکړه.

ټرمپ تر دې یوه شپه وړاندې په ټویټونو کې وویل، له طالبانو سره مذاکرات مړه شوي او پر دغې ډلې نظامي فشارونه په وروستیو څو ورځو کې د تېرو لسو کلونو په پرتله زیات شوي دي.

بلخوا طالب سیاسي ویاند سهیل شاهین له امریکا څخه د مذاکراتو د ختمولو اړوند د ټرمپ د وروستیو څرګندونو وضاحت غوښتی، خو ذبیح الله مجاهد بیا ګواښ کړی چې ټرمپ به پر خپله پرېکړه پښېمانه کړي.

سهېل شاهین د طالبانو له الاماره سټوډیو سره په مرکه کې ویلي، دوی او امریکايي لوری له مذاکراتو راضي وو او د سپټمبر ۲۳مه یې د لاسلیک نېټه ټاکل شوې وه، خو د ټرمپ ناڅاپي څرګندونو هیښ کړي دي مګر له امریکا سره یې د سولې د خبرو په تړاو تماسونه نیولي دي.

سهېل شاهین وايي، له امریکايي چارواکو سره د سولې د خبرو په تړاو په تماس کې دي، مګر د ټرمپ د څرګندونو په تړاو یې له امریکا څخه لا زیات وضاحت غوښتی دی.

بلخوا طالب نظامي ویاند ذبیح الله مجاهد له الجزیره ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، که ښاغلی ټرمپ د مذاکرې مېز ته راونه ګرځي، نو پښېمانه به شي.

مجاهد ویلي، طالبان د ده په وینا د اشغال د پای ته رسولو په تړاو هم جګړه کوي، هم مذاکرات خو که مذاکرات نه کېږي دوی اړ دي چې لومړني انتخاب ته بېرته ور وګرځي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸