Categories

اعلان

Loading…

امریکا نن د ستمبر د یوولسمې د بریدونو ۱۸مه کلیزه لمانځي

تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۰مه:امریکا نن د ستمبر د یوولسمې د بریدونو اتلسمه کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې څو ورځې وړاندې یې د بې باورۍ او القاعده شبکې سره د اړیکو نه پرې کولو له کبله له طالبانو سره خبرې ختمې اعلان کړې دي.

۱۸ کاله وړاندې په همدې ورځ ۱۱ القاعده ترهګرو د امریکا د نیویارک پر سوداګریزو ودانیو دوه تښتولې الوتکې ټکر کړې او دریمه یې له پنټاګون سره ټکر کړه چې د دغو پېښو له کبله له ۳ زرو زیات امریکایان ووژل شول.

له دغو بریدونو لږه موده وروسته امریکا پر افغانستان بریدونه وکړل او د طالبانو حکومت یې القاعده مشرانو ته د پناه ورکولو له کبله ونړاوه.
امریکا افغانستان ته نږدې سل زره جنګیالي را استولي وو، خو له ۲۰۱۱ کال وروسته چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې یوې پوځي چاوڼۍ ته نږدې ووژل شو، امریکا په افغانستان کې د سرتېر راکمولو ته متوجه شوه او اوس یې په هېواد کې ۱۴ زره پوځیان په ۹ اډو کې د امنیتي تړون په اساس پراته دي.

امریکايي چارواکي لا هم په افغانستان کې د القاعده شبکې په تړاو اندېښنې لري او پر طالبانو باور نه شي کولی چې له ترهګرو ډلو او القاعدې سره به اړیکې پرې کوي یا به طالبان له دغو پخوانیو ملګرو سره جګړه کوي.

246 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2