Categories

اعلان

Loading…

د سولې ځنډ، ټاکنو کې له غني څخه د جمعیت او طالبانو وېره زیاته کړه

تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: د امریکايي ولسشمر ټرمپ لخوا له طالبانو سره د سولې د خبرو لغوه کېدو د جمعیت اسلامي ګوند اندېښمن کړی او په هرات کې یې بیړنۍ غونډه کړې ده.

جمعیت ډار شوی دی چې د سولې په ځنډېدو ټاکنې حتمي شوي دي او په دغو ټاکنو کې د ښاغلي غني بریا هم یقیني ښکاري چې دا د جمعیت ګوند لپاره ښه شګون نه دی.

د جمعیت سرچینې وایي، په هرات کې د تورن اسماعیل په کور کې د جوړې شوې دغې بیړنۍ غونډه کې عطا محمد نور، یونس قانوني، احمدولي مسعود، بسم الله محمدي او د جمعیت نورو مخکښو غړو برخه اخیستې وه، چې پکې د سولې د خبرو په ماتېدو سخته اندېښنه ښودل شوې او جمعیتیانو ویلي دي په دې کار سره په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني بریا یقیني شوې ده.

سرچینې وايي، په ناسته کې پرېکړه شوې چې په هر ډول وي جمعیت به د ټاکنو د تحریمولو مسئله راپورته کوي، ځکه د دغې ډلې مشرانو قانوني، عطانور او اسماعیل خان له طالبانو سره په ګده پلان درلود چې د ټاکنو مخه ونیسي، د سولې پروسه رامخې ته کړي او ډاکټر غني له صحنې وباسي.

دغه راز عبدالله هم په تمه و چې د سولې په راتلو سره به غني له صحنې ووایستل شي او دی به د امریکا د سفیر جان بس او زلمي خلیلزاد په مرسته د افغانستان د مؤقت حکومت مشر وټاکل شي.

دا هغه خبره ده چې نن ورته د امریکا د سینت کام مهم غړي او د سي آی ای پخواني مشر جنرال پټریاس هم ورته اشاره کړې وه او له فاکس نیوز سره یې په مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو مهمه غوښتنه دا وه چې غني له صحنې وایستل شي، یا ټاکنې وځنډېږي او یا هم امریکا په ټاکنو کې د ډاکټر غني د بریا مخه ونیسي.

سرچینې وايي، طالبانو جمعیت ته هم د دې ټکي لپاره لاس ورکړی و چې غني د دوی او جمعیت اسلامي ګډ دښمن دی او تر څو چې دی په صحنه کې وي، نه هم د جمعیت مشران د حکومت برخه ګرځېدلی شي نه هم طالبان بیرته له اسلامي امارت سره راګرځېدلی شي.

جمعیت ګوند چې په ګڼو سیالو ټاکنیزو ډلو کې یې لومړی خپل کسان ننویستل او بیا یې له دغو ډلو څخه په راوتلو بشپړې ټاکنیزې ډلې ماتې کړې او له ډاکټر غني سره یې د عبدالله د مقابلې چانس ډېر کړ، خو ورسره یې په څنګ کې د ټاکنو د ځنډېدو غوښتنې هم زیاتې بدرګه کړې تر څو د سولې په پروسه کې شمال ټلواله له طالبانو سره د غني په نه موجودیت او له صحنې څخه د ایستل کېدو په صورت کې معاملې او د واک په وېش کې وزګاره شي.

2,310 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. سلیم Reply

    دې عکس کې ټول معاصر سقویان دي. سقویانو تیره پيړۍ کې دوه ځله افغانستان کې دولت نړولی، اوس دادی دریم ځل ښکرښوروي غواړي ۲۰ کلن دولت ونړوي چې برخه وال یې هم دي، خود تیرو دوه غوبلونو برعکس داځلې سقوي غوبلیان د قدرت تمامیت پرځای د قسمي بقا په فکر دي

  2. عثمانی Reply

    د جمعیت د دې شومو پلانونو په مقابل کې باید ټول ملي ، اسلامي ، ترقي غوښتونکي ، وطنپاله ګوندونه او ډلې د دوکتور محمد اشرف غني تر مشرتابه لاندې سره راټول شي او په قاطع اکثریت سره یو ځل بیا ثابته کړي چې د ملت اراده قاطعه او نه ماتېدونکې ده.
    پدې کار سره به د سقویانو ، خاینینو ، پردیپالو او جاسوسانو مخه ونیول شي او یو قوي باثباته افغانستان د افغانانو او ګاونډیانو په ګټه دی.
    که احیانا تاسو بیا هم هر یو د ځان ځاني په مرض اخته اوسئ ، د تېرې پېړۍ د جمعیت ملوک الطوایفي او په هره کوڅه کې جلا جلا ډلو حکمروایی به بیا وزغمئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2