Categories

اعلان

Loading…

وسله والو د کابل ۸۰ سلنه وارداتي برېښنا سب سټېشن په توغندي ویشتلی

تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: تاند ته د برېښنا شرکت مسوولانو ویلي، نن په کابل کې د ښار ۸۰ سلنه برېښنا له دې کبله پرې شوې چې وسله والو د بریښنا یوه ستن په توغندي ویشتلې ده.

د برېښنا شرکت لخوا تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن طالبانو د ۱۱۰ کیلو ولټه بریښنا لاین په توغندي ویشتلی چې له کبله یې د کابل ښار ۸۰ سلنه برېښنا هم پرې شوې ده.

 برېښنا شرکت وايي، وسله والو د شمال او شمال لویدیځ سب سټېشن په توغندي ویشتی او اوس د دغې ادارې تخنیکي ټیم هڅه کوي چې په عاجل ډول د برېښنا لاین بیرته وصل کړي.

کابل له هغو نړیوالو ښارونو څخه دی چې ثابته برېښنا نه لري او هر وخت یې د باد، باران، توفان، واورو او د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله د بریښنا د پرېکېدو امکان وي.

996 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. Dr.Atal Reply

    که څوک غواړی چی ځان برتر ثابت کړی نو په زیاتو باروتو،زیاتی وژنی، زیاتو استخباراتی دامونو کی ښکیلیدل، اجرتی زیات قتلونه ، عام المنفعه تاسیسات ورانول، بیت المال او ګمرکات خوړل او نور رذیله فعالیتونه د انسان، لویی او معقولیت نه ثابتوی بلکی د قرآنکریم په ژبه هغه څوک چی په خیر،خدمت او اصلاح کی مسابقه کوی هغه ښه مؤمن او مفید انسان دی .
    خو تخریبی مسابقی تر هر عنوان لاندی چی وی له مجاهد تر طالب او نورو کاذبو مدعیانو پوری ټولی مردودی او د انسانیت سره معکوس تړاو لری او نتیجه یی تباهی او ظلم دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸