Categories

اعلان

Loading…

د روزګار مکتب | سید عبیدالله نادر           

   نیک بخته هغه څوک دی چې د دنیا څخه د عبرت ټکي راټول کړي او خپل زړه او ضمیر پرې روښانه کړي، انسان باید هغه څه زده کړي چې په راتلونکي کې ورته سرمشق وګرځي، ځکه زمانه په خپل دروند رفتار سره ډیر ځله داسي څه مخي ته راوړي چې د عبرت بین نظر هغه وینې د چا چې د زړه سترګي روښانه وي او نور ترې سطحي تېریږي ،نو ښه به هغه وي، چې خپلې عبرت بیني سترګي پرانیستلی ،او د عبرت غوږونونه خلاص و نیسو ،او د زړه په غوږونو هم یو څه واورو او یا خپل فطرې استعداد هم په کار واچوو .نو د حضرت بیدل علیه رحمه د دي شعر په مصداق چې که انسان خپل فطری هوش او فکر په کار واچوی نو کتاب او قلم ته ضرورت نشته ،نو د سترګو په پرانستلوسره د ځمکی او آسمان په اسرارو یو څه پوهېدای شو ،او هغه شعر دا دی :

هوش اګر باشد کتاب و نسخهء در کار نیست

چشم واکردن زمین و آســـــمان فهمیدن است

ځکه د زمانې د رفتار د نتایجو درس په هیڅ مکتب کې نشته ،زمانه په خپل رفتار سره شاته ډیر لوی او عظیم درس او تجربه پریږدي ،چې هغه مونږ په هیڅ مدرسی یا مکتب کې نشو زده کولای ، 

د فارسی شاعر مشهور رودکی وینا ده چې 

هرکه ناموخت از ګذشت روزګار

نیز نامــوزَد، زهیچ آمــــوزګار

د روزګار د پند او نصیحت نسخه د هیڅ طبیب سره نشته ،نو ځکه زمان ډیر لوی استاد دی، هغه څه چې د زمان څخه زده کوو او هغه تجربي چې د زماني د ګذشت څخه لاس ته راوړو، هغه په کتا بونو کې نه شو موندلای ، زما یو شعر دی چې زما د شاعرۍ پیل هم د دي شعر څخه وییل کیږي چې د دي بحث سره ښه اړخ لګوي هغه دا دی: 

له دې دومره کتـابو می هیـــــــڅ یاد نشو

لکه دومره می چی یاد شو له روزګاره

نادر 

،نو په کار ده چې په خپل اړخونو په رڼو سترګو نظر واچوو.

د رڼو ســــترګو خــاوند دلته په کار دی

چې اسرار د دې چمن ورته ښکاره شي

نادر

275 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2