Categories

اعلان

Loading…

سپین‌غر ادبي بهیر د اوونیزې ادبي ناستې راپور

راپور: راز خوږیاڼی

نېټه:  ۱۳۹۸، وږي، ۱۵مه

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله (۲۵) ادبي ناسته وکړه. یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، د دریځ چارې یې سنګر جانان‌خېل سمبالولې او د استاد وسیع الله ګوهرخېل لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

 د غونډې مشري استاد محمد رازق ځلاند کوله او د مېلمه څوکۍ مشر شاعر استاد رحیم الله ارماني ته ځانګړې شوې وه.

د تېرې ناستې راپور عمران تسل ولوست. رحیم الله ارماني او شریف الله خاکسار یې پۀ اړه وویل، چې راپور ښکلی لیکل شوی و؛ خو که لږ ورو او پۀ حوصله لوستل شوای وای لا بۀ یې خوند کړی وو. دواړو وړندایز وکړ، چې راتلونکې کې دې راپور لوستونکی راپور ورو او په حوصله ولولي.

د غونډې د پیل خبرو لپاره د ناستې مشر استاد محمد رازق “ځلاند” دریځ ته راوبلل شو. هغه پۀ خپلو خبرو کې وویل، خوشحاله دی چې د خپلې سیمې ځوانان د سپین‌غر ادبي بهیر تر چتر لاندې  سره راټول ویني او د یو بل خبرې او سالم انتقادونه پۀ پوره مینه اوري. استاد ځلاند زیاته کړه چې موږ بۀ پۀ راتلونکې کې هڅه وکړو، چې د اوونیزو مشاعرو تر څنګ د ځینو حقدارو لیکوالو او شاعرانو ستاینغونډې او یاد غونډې جوړې کړو، چې لۀ دې لارې د هغوی د ادبي خدمتونو حق ادا او پر ځای کړو، هغۀ د خپلو خبرو پۀ پای کې لۀ ملګرو وغوښتل چې د مشر او سپین‌ږيري شاعر استاد شمشېر د شعري ټولګې پۀ چاپ کې پوره همکاري وکړي، چې  شعرونه یې خوندي او د ورکېدو وژغورل شي.

یاده دې وي د بهیر د کره‌کتنې برخه د جانان خدرخېل غزل ته ځانګړې شوې وه؛ خو د خدرخېل د ناوخته راتګ لۀ امله کره‌کتنه پاتې شوه او بلې اوونۍ ته وځنډېده.

وروسته ازاده مشاعره پیل شوه چې بریالي ملنګ، شریف الله خاکسار، استاد شمشېر، رحیم الدین رحیمي، خالد اکبري، وسیع الله ګوهرخېل، علي‌حیدر توحیدیار، مسکینیار دانش، برکت اسیر، جانان خدرخېل، محمود ځلاند، بریال وزیروال، هدایت الرحمن ډاډ، عزت الله خوږیاڼي، بشیر احمد حقیار، جان‌ولي ثاقب، احمد نظري، تراب زهیر، راز خوږیاڼي، جمشېد تکل، نسیم الله ارین، رحیم الله ارماني، عارف الله خوږیاڼي، محمد رازق ځلاند او عارف الله نېکمل پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې پۀ تودو چکچکو هرکلی وشو، یاده دې وي چې مشاعره ځینو ګډونوالو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

لۀ مشاعرې وروسته مشر مېلمه استاد رحیم الله ارماني د غونډې د ارزونې پۀ موخه دریځ ته راوبلل شو، ارماني صاحب وویل، غونډه ډېره خوندوره او پۀ زړۀ پورې وه. موږ باید پۀ خپل ځان کې د بل چا د سالم نقد د منلو زغم پیدا کړو او پۀ پوره حوصله یې باید ومنو، چې پۀ راتلونکې کې لۀ نیمګړتیاوو خلاص او د بریا تر پوړیو ورسېږو، ارماني صاحب زیاته کړه، ټول هغه ځوانان چې غواړي ځان د بریالیو او هدف ته د رسېدونکو کسانو پۀ ډله کې شامل کړي، باید د همداسې ادبي غونډو او مشاعرو ګډونوال پاتې شي. نوموړي د خپلو خبرو پۀ وروستیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر پر جوړښت او بریا خوښي وښوده او دا یې د خپل زړۀ تر ټولو ستر ارمان یاد کړ، چې پۀ خپله سیمه کې دې داسې یو بهیر ولري چې د سیمې ځوانان او فرهنګیان د همدې بهیر تر چتر لاندې یو ځای او راټول وویني، چې لۀ نېکهمرغه دا ارمان یې ددې بهیر پۀ جوړښت پوره وبالۀ، هغه لۀ ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې پۀ خپلو سیمو او کلیو کې دې هغه کسان چې لا هم ددې بهیر پۀ جوړښت او ادبي غونډو خبر شوي نه دي خبر او لۀ ځان سره دې راولي، چې د یاد بهیر لۀ کیفیاتو برخمن او زده کړه پکې وکړي،

یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد وسیع الله ګوهرخېل پۀ دعایه پای ته ورسېده.

253 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
31777cbe-f57d-4802-83d3-30e82906a7e1
response_body:
{"id":"ba4ab60a-1c08-4127-b372-ec59e5a49e39","recipients":723,"external_id":"31777cbe-f57d-4802-83d3-30e82906a7e1","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
723
notification_id:
ba4ab60a-1c08-4127-b372-ec59e5a49e39

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2