Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د سولې د هوکړې نهايي متن پاکستان ته استولی

تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: پاکستاني رسنیو د طالبانو د قطري مشرانو له قوله لیکلي چې له امریکا سره د دوی د سولې د هوکړې د متن یوه کاپي د کوټې شورا ته رسېدلې ده.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د طالب مشرانو له قوله لیکلي، دا متن یې د کوټې شورا ته استولی خو پر تخنیکي برخو یې له امریکايي چارواکو سره لا چینې وهل روان دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې لپارزه د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم وویل چې د سولې د هوکړې متن به یو وار ټرمپ هم لولي بیا به لاسلیکېږي، خو اوس طالبانو ویلي چې دوی هم د کوټې شورا ته د متن یوه کاپي استولې چې د طالبانو مشران یې وارزوي.

د سولې د هوکړې د وروستي متن په تړاو زلمي خلیلزاد پرون (دوشنبه) په کابل کې په یوه مرکه کې وویل، افغان چارواکو ته یې وروستی متن فقط د لوستلو لپاره ورکړ خو مسوده یې ورته نه ده سپارلې چې له ځان سره یې وساتي.

خلیلزاد زیاته کړې، د سولې په هوکړه کې یې د هغه څه په اړه هم ،چې له امریکا سره تړاو لري، له افغان چارواکو څخه مشوره اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت هم ویلي چې د سولې د هوکړې وروستی متن یې په جدیت څېړلی او په اړه به یې د افغانستان ګټو ته په پام پریکړه اعلان کړي.

5,433 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
5d0b06d1-4376-5021-b1ab-53072af3576a
response_body:
{"id":"3869dcb5-9171-43ce-8a3e-2ef1e5352daf","recipients":708,"external_id":"5d0b06d1-4376-5021-b1ab-53072af3576a","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
708
notification_id:
3869dcb5-9171-43ce-8a3e-2ef1e5352daf

5 comments

  1. لیونی Reply

    دا سوله ده که غویمه یا سپيمه ده ټوله دنیا پری وختله خو دا بلاربه نه شوه او یا خو شنډہ دہ

  2. Ajmal Nasar Reply

    د طالبانو بی رحمه افغان وژنه په افغانستان کی همزمانه ددوی ددوی د صلحی نیت او اراده په فجیع شکل ردوی او ثابتوی چه د طالبانو صلح غوښتنه یوه کاذبه ادعا او صرف ددوی د بادارانو دسیسه ده .

  3. ګل محمد نوری Reply

    زما شخصآ دا سوال ده چی آیا طالبان د امریکا لپاره ترهګره ډله وو کنه، کچیری وو نو ولی یی اوس ورسره سوله وکړه او کچیری نه وو نو ولی یی په دی ۱۹ کالو کی زیاتره بیګناه افغانان په بمونو ووژل او څوک یی د طالب په نوم بندیان کړل؟

    دولت به چی کله وویل چی طالبان په پاکستان کی دی نو امریکا او ناټو مشرانو به سترګی ړندی او غوږونه ورباندی کاڼه کړل نو اوس پخپله پاکستانی ورځپاڼه وایی چی د سولی د متن مسوده د طالبانود کوټی شورا ته چی پاکستان کی ده رسیدلی ده؟

    نو سوال داده چی ځای معلوم وو او دی ولی نړیواله ټولنه او امنیت شورا ورباندی د پاکستان په مقابل کی پټی سترګی ده؟

  4. Dr.Atal Reply

    خلیلزاد سوله نه بلکی فساد جوړوی او د صلحی د راوستو ظرفیت نلری بلکی نوی غمونه او د بن د معاملی نه د بدتر بدیل په لټه کی دی او که دا کار ۹ باتجربه دپلوماتانو ته سپارل شوی وای تر خلیلزاد به ډیره د بشریت په ګټه وای ، دده ټول کار عقدوی بڼه لری او دشرارت نه ډک معلومیږی..

  5. Dr.Atal Reply

    ددی پر ځای چی مخالفین د حکومت سره یوځای شی دا نظام باید ړنګ او بل غوبل ته مقدمات راټول شوی او ددی پرځای چی حکومت او نظام له ضعف نه د قوت خوا ته لاړ شی ،او داټولی ۱۸ کلنی لاسته راوړنی چی د وینو او سر ورکولو په بیه ترلاسه شوی ،ټولو ته سپک نظر شوی او بل لوی فسادته زمینه برابره کړی ، چی دیته زموږ مؤمن ملت بله پلیده لوبه وایی چی د شرانګیزو او عقدوی دلالانو د خسا مغزو زیږنده او زموږ د مؤمن ملت سره د دوی د دښمنی اثبات دی او دا سوله موږ د مشکل نه مشکلتر سره مخامخ کوی
    ښه به دا وه چی دا صلح ۹ آزادو دانشمندانو کړی وای نو زیاته به د بشریت په ګټه وه او په معصیت کی اطاعت هیڅکله نشته

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸