Categories

اعلان

Loading…

مازيګر کتابپلورنځي دوه کتابونه چاپ کړل

۱ –  په خپلوزړونو باندې خيال ښه دی

په خپلو زړونو باندې خيال ښه دی،  د ځوان  شاعر،  ليکوال او ژورناليست  بختيار ساحل دويمه شعري ټولګه ده،  چې په ۱۲۰ مخونو کې په ښه کاغذ  او ښکلې  بڼه  د زر  ټوکو په شمېر  مازيګر کتابپلورنځي چاپ کړه .

ښاغلی بختيار ساحل د ځوان  فکر  استازی شاعر دی،  چې د شعر  ويلو ځانګړی انداز  او  د خلکو په  زړونو کې ځای لري.

نوموړي له تېرو څو کلونو راهيسې له بېلا بېلو رسنيو سره  د خبريال، ايډيټر او پروډيوسر په توګه   کار کړی او اوس د ننګرهار په ملي راديو تلويزون کې د خبري څانګې مسوول دی.

دښاغلي ساحل  په دې ټولګه کې ټول هغه ښکلي  او خواږه  غزلونه راټول دي چې په دې ورستيو کې يې ليکلي.

 د يادونې وړ ده، چې په  دې کتاب د استاد ازمون، شاسعود، مصطفی سالک او عبدا لهادي زماني سريزي هم راغلي.

د ښه شعر مينه وال کولای شي چې د ذوق تنده پرې خړوب کړي.

۲ – دېوالونه

دېوالونه،  د محترمې ليکوالې  زاهده سبا د لنډو کيسو ټولګه  ده،   چې په ۸۰  مخونو کې د زر  ټوکو په شمېر  په ښه صحافت  مازيګر کتابپلورنځي چاپ کړه .

په دې ټولګه کې ټولې  دولس لنډې کيسې راټولې شوي دي،  چې ډېر  موضوعات يې د ښځو د ژوند په  مدار  څرخېږي .

دا کيسې ښايسته کليوالې محاورې لري او د اوس وخت کليوالو ښځو  د ژوند ښه انځور  وړاندې کوي، ځينې صحنې يې دومره دردونکې دي چې د ډېر کلک زړه څښتن هم په ژړا کوي.

په دې کتاب فضل عظيم کريمي د کيسو د ليکوالې ( زاهده سبا)  پېژندګلوي   ليکلې  او هجرت الله اختيار، سلطان عزيز عزام او نورالحق حداد پرې سريزې کښلي.

238 total views, 1 views today

2 comments

  1. فدا نظري Reply

    دواړو ته مبارکي

  2. نيازعلي خاکسار Reply

    بختيار ساخل صيب او زاهده سبا محترمه دواړو ته ډېر ډېر مبارکي وايم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *