Categories

اعلان

Loading…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي یا بلواکۍ ده چې د کار او فیصلو کولو اختیار یې د بل په لاس کې وي. همداسې یو هیواد ته هغه وخت خپلو اک هیواد ویلی شو چې د فیصلو، کار کولو او ارادې برخلیک د هغه هیواد د ولس په اختیار کې وي او دا اختیار هغه وخت یو هیواد تر لاسه کولا ی شي چې د علم او پوهې کچه یې لوړه وي او پیاوړی اقتصاد ولری.

د خپلواکۍ ډېر ډولونه دي خو په هر یو  جلا جلا لیکنه په یوه مقاله کې ممکنه نه ده خو یو څو بېلګې چې زما د مقالې موضوع جوړوي هغه دا دي:  ژبنۍ خپلواکي، اقتصادی خپلواکي، علمي خپلواکي، د بیان خپلواکي او د رسنیو او مطبوعاتو خپلواکي.

 په دې ډولونو یې هم جلا جلا نه لیکم مګر مقاله د دې موضوعګانو پر بنسټ ولاړه ده.

د ۱۹۱۹د اګست په ۱۹ مه خو افغانستان سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه خو زموږ د هیواد یوه لویه برخه د هغه وخت د لوی استسمار بریتانیا په ولکه کې پاتې شوه او د انګریز له تلو وروسته د بریتانیا غلام پنجاب په خپل وراثت کې شامله کړه کله چې انګریزانو فیصله وکړه چې د هند څخه ووځي ا و دا هیواد به په دوه برخو وویشي نو هغه سیمې چې نیمه خپلواکي لري او د پولیټکل ایجنټانو لخوا اداره کیږي د راجاګانو او نوابانو څخه به پوښتل کیږی چې له کوم هیواد سره یو ځای کیدل غواړي او که خپلواک پاتې کیدل غواړي. نو د قلات د خان، د سوات د والي، د دیر د خان او د چترال د مهتر سره مذاکرو کې دوی ته د فیصلې کولو اختیار ورکړل شو چې له هند، پاکستان یا  افغانستان سره یوځای کیږي او که خپلواکي غواړي. په دې ډله کې د قلات خان په دې عقیده وو چې باید له افغانستان سره یو ځای شي. د قبایلو سره هم جرګې وشوې او هغوی ته د هند، پاکستان یا افغانستان سره د یو ځای کیدو د انتخاب حق ورکړل شو. خو د افغانستان حکومت چوپ پاتې شو او له دې موقعې څخه یې ګټه پورته نه کړه که له یو اړخه د پاکستان حکومت دومره ځواکمن نه وه لکه د اوس بل دا چې قبایلو ټولې تجارتي او اقتصادي ګټې له افغانستان سره تړلې وي او ټولو قبایلو ځانونو ته افغانان ویل ځکه چې د پنجاب اغېز او نفوذ څخه ازاد ول او د پنجاب میډیا او پنجابي نصاب د ټولو په فکرونو کې د غلامۍ ځالې نه وې جوړې کړې او لا پاکستانیان او پټانان شوي نه وه افغان او پښتون ورته یو وه خو د پښتونخوا په ځنې سیمو کې چې پښتنو په اردو او انګلیسی ژبو کې زدکړې کولې د خپلو شخصي ګټو له امله د پنجاب د غلامۍ زنځیرونه په غاړه کړي وه لکه د اوس ورته وفاداره وه . که په ورته وخت کې افغان حکومت ښې پالیسي لرلی خپله خاوره بیرته تر لاسه کړی وای نو اوس به افغانستان سمندر ته هم لاره درلوده اوکوم سړک چې د چین څخه ګوادر ته ځې دا به هم د افغانستان د لارې و او زموږ پښتانه چې اوس پنجاب عربو او نورو هیوادنو کې مزدوری کوي او د مسافرۍ سختې شپې ورځې تیر وي خپل هیواد کې به کار کاوه او زمونږ اقتصاد به یې  پیاوړې کاوه او دا مهال چې زمونږ په سیمو کې کومې جګړې روانې دي دا به نه وي او دپښتونخوا د نصاب ژبه به پښتو وي نه اوردو او انګلسي او لکه د نورو قومونو زمونږ ژبه به هم خپلواکه وی او د پښتنو په سیمو به د پښتو ژبې حاکمیت وی نه د اوردو انګلسی او فارسي د یوی ژبې سره هم تعصب نه لرم خو د پښتو ژبې ته د پښتنو په سیموخپلواکي غواړم کله چې د -پښتو ژبې د محکومیت څخه د خلاصون یا د پرمختګ لارو چارو او د خپلواکې خبرې کیږی نو پښتونخوا کې به ګل خانان او افغانستان کې به هغه پښتانه چې ځانونه نورو قومونه ته ملي وښایي په مخلافت کې ودریږي ګل خان وایي چې د پښتو ژبې څه حیثیت دی ، زما قومي (ملي) ژبه اوردو ده چې تری وپښتی ستا قوم څه دی بیا غلی شی او وایې چې اوردو اسلامي ژبه ده . ولی پښتانه مسلمانان نه دي او پښتو ژبه ولی کفار وایې بیا خو پکار دا وه چې د اوردو انګلسي او فارسي پر ځای عربي قومي او رسمي ژبه وایي. ګل خان بیا وایی تفرقې ښه څیز نه دی ولی په خپله ژبه خبرې کول تفریقه ده څه، ګل خانه تفریقه خو په اسلام سپڅلی دین کې مذهبونه او مسلکونه جوړل دي او بیا د همدې مسلکونو د اختلاف له کبله خپل مینځي جګړې کیږیږي چې الله ج تري مونږ منع کړی یو خپل ژبې ته خدمت او په خپله ژبه لیک زده کړه تفریقه نه ده خود نور ژبو سپکاوې یا د مینځه وړلو کوښښ کول یو غیر انسانې عمل دی چې دا کار ځینو پښتنو د خپلې ژبې پښتو د پریښودو او بلې ژبې ته د اوړیدو په صورت کې کړی دی او پردي ژبې شوي دا هغه ډله پښتانه دي چې نه پښتو پالي نه وایي او نه یې لیکي هر وخت د پښتو ژبې په مخالفت کې ودریېږی او څوک چې د پښتو ژبې د پرختګ او رسمي کیدو خبره کوی د تعصب او قوم پرستۍ ټاپې پرې لګوي خو په اصل کې همدوئ متعصب او وخت پرست دي ځکه چې خپلي شخصي اقتصادي او نورې ګټې د پردیو په ژبه کې لټوي د خپله حق خو نه تیریږ ي  دیو وړوکې ټوټې ځمکې په سر خو به مرګ کوی ورور به پرې وژنی خو د پښتون قام د بقا ، د ژوندي پاتې کیدو او پیژندګلو، پښتو ژبې حق او حقوقو سودا به د خپلو ګټو لپاره کوي . ګل خان وایې په اسلام کې ټول ملت مسلمه یو تن دی او اوردو د رابطي ژبه ده او ټولو قامونو منلې ده . ګل خانه ټولو قومونو نه وه منلی بنګالیانو بنګال کې رسمي ژبه بنګالي غوښتله چې پاکستان ورسره ونه منله نو له پاکستان څخه یې ازادی واخستله اوس هم سیند کې د دفتر او زدکړو ژبه سیندي ده خو یو ګل خان پښتون دي چې د خپله مورنۍ ژبې په قدر نه پوهیږي. ګل خانه ،په نړی که خو فاتحین ډېر دی خو زه به د چنګیزانو او انګریزانو مثال درکړم چنګیز هم یو ستره امپراتوری جوړه کړه خو چې کوم هیواد یې مستعمره کاوه د هغه هیواد دین او کلتور او ژبه یې اختیار وله خپله هیروله .

پښتنو هم څو سو کاله په هند حکومت وکړو خپله ژبه یې حاکمه نه کړه نو ژبه یې هم ورکه شوه او دوئ هم ورک شو دوهم انګریزان ول چې کوم هیواد یې هم نیوه په هغو یې خپله ژبه او کلتور منلی چې د انګریز د وتلو روسته یې هم ژبه تر اوسه حاکمه ده او د هغو سیمو ژبې یې محکومې دي چې د کوم قام ژبه محکومه وي هغه قام له فکری او ذهنی اړخه محکوم وي او د وخت په تیریدو خپله ژبه او پیژندګلو دلاسه ورکوي چې ورسره هغه قام ورک شي که یو قام محکوم هم وي خو چې ژبه یې حاکمه وي هغه قام بیا په اسانې سره خپله خپلواکي تر لاسه کولا ی شي. مونږ فارسي ژبو او اوردو ژبو ته نه وایو چې پښتو وایي او نه دا حق ځان ته ورکوچې په هغو خپله ژبه جبري کړو، خو هغه پښتانه وزیران چې د پښتنو په رایې او برخه قدرت ته رسیږی او بیا د پښتوپه ویلو ډارېږی او په اوردو او فارسي ژبه کانفرانسونه ورکوی د پښتو پرځای اوردو او فارسي ژبې ته لومړیتوب ورکړئ په دې توګه د پښتو ژبې ضرورت او اهمیت له منځه وړی هغه ځکه چې یو ژبه د ضرورت او اقتصاد ژبه نه شی هغه پرمختګ نه شي کولا ی زمونږ ژبه دا وخت تقریبا د د۷۵ او ۸۳ میلونه وګړو ژبه ده چې د وګړو د شمیر له مخه د نړۍ ۲۰ ژبه کیدی شي خو د ملګريو ملتونو په مړو ژبو کې شمیرلې هغه ځکه چې د پښتنو په سیمه پښتوژبه خپلواکه او دضرورت ژبه نه ده په پښتونخوا کې ټول دفتر او د کار ژبه اوردو او انګلسی ده او که افغانستان کې دې تنها فارسي زده وي هر مقام او چوکۍ تر لاسه کولای شي که پښتودې زده وي او که نه برعکس که فارسي دې زده نه وي نو بیا دې د پرمختګ لارو کې خنډونه شته نو هغه ژبه چې د روزګار ژبه نه وي بیا هغه ژبه کې د هغې ژبې وګړي زدکړه هم نه کوي او د علم څخه لری پاتې کیږی.

دا حل لارې چارې هر هغه وزیر او مشر چې د پښتنو په رايه او برخه قدرت ته رسیدلي وي او پښتو ویلو باندی ډاریږی بل ځل رایې نه ورکول د هغې کار څارل دی داسې پښتانه وکیلان  ولسي جرګې ته لیږدول چې پښتو ژبه سره مینه ولري او د حقوقو څخه يې دفاع وکړی. د ادبي ټولنو سیمینارونو جوړول او ورسره مرسته کول یوه قوي او خپلواکه پښتو میډیا جوړول چې د پښتو ژبې او د پښتنو کلتور د ژوندي ساتلو لپاره کار وکړی په پښتونخوا کې لومړی پښتو تلویژون خیبر هم یو پنجابې جوړ کړو چې هغه به دا چا د ګټولپارکار کوي دا هم یوه سوالیه ده په سوشل میډیا هر هغه پښتون وکیل ، وزیر او لوړ پوړي چاروکې غندل چې په خپله ژبه خبرې نه کوي هغه لیکوالونو سره مرسته کول چې د کتاب چاپ توان نه لری.

پښتونخوا کې د دفتر ژبه پښتو کول ځکه چې د پښتنو اکثریت  هلته ژوندی کوي او هلته پښتو ژبه د نصاب او د دفتر څخه لری ساتل شوی ده دټولو پښتنو شاعران لیکوالان او سیاسي ګوندونو ته پکار دي چې په لر او بر کې پښتو د دفتر ژبه کړي نو چې کله د دفتر ژبه شو نو دا به د ضروروت ژبه شي نو بیا به ټول پښتانه په خپله مورنۍ ژبه کې زدکړې کوي.

د پښتو ژبې د حاکمیت او پرمختګ په هیله

عمر بورا زماني

ډنمارک

819 total views, 9 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
uuid:
8d537d87-2c3a-c97c-05f8-c96f9cdf318c
response_body:
{"id":"14e02f6b-6e59-4fac-bb5b-a5081f49078b","recipients":698,"external_id":"8d537d87-2c3a-c97c-05f8-c96f9cdf318c","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
698
notification_id:
14e02f6b-6e59-4fac-bb5b-a5081f49078b

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2