Categories

اعلان

Loading…

پر کوروالي د عطرو او سپرېګانو منفي اغېز

نجيب احمد عزيزي  

که څه هم د انسانانو جنسي ميل او لېوالتیا په دې هکله مختلفه ده، خو تر ډېره تجربې ثابتوي چې پنځم حس يانې د شامې «بويولو» حس هم په کوروالي او ګډ ژوند کې خورا مهم او ښه تاثیر لرلای شي.

زیات کسان چې نه غواړي په دې هکله وغږېږي، خو دغه بې‌ځایه شرم يې دې ته ورسېږي چې جنسي ميل يې کم او يا يې د کوروالي اندازه بېخې را ټيټه شي، الله «ج» په هر څه زیات حکمتونه او ګټې ايښې دي، خو په دې شرط چې يوازې يې ټولې هغه د مثبت ژوند په چوکاټ کې داخلي او عمل پرې وشي.

عطري بوی؛

عطري بوی په فردي او ټولنیز لحاظ مهم دی او د دې څرګندویی دی چې د يو کس نظافت ترې مالومېږي، خو که هغه عطر زیات قېمتي او ښه وي ډېر مهم او د نورو د پام وړ ګرځو، مګر داسې عطر هم شته چې له بویه يې نور هم په عذاب شي او په خپله يې هم د شامې حس خراب يا بند شي، د سر درد، د سترګو سوروالی، د نزلې اوبه تر بوزه بهېدل، د پوزې بندېدل ټول ترې پېښېږي.

سپري؛

د دې کارونه هم د عطرو په څېر ده، خو ځينې سپرې‌ګانې د کوروالي پر مهال ځينې کسان استعمالوي چې نه يوازې زياته بې‌حسي را منځ ته کوي، بلکې نورې جانبي ستونزې هم ورسره تړلې دي چې د وخت په تېرېدو يې جنسي ميل کم او د تناسلې الې رګونه يې پړسېږي. زیات نارينه غواړي د خپلې جنسي کمزوري په وجه ځينې درمل استعمال کړي او هم يې کوروالی اوږد شي، خو د دې درملو زور هغومره نه وي، څومره چې بې‌حسي پکې را منځ ته شوې وي او په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ کېږي.


هغه کسان چې په کوروالي عطر، اسپرې او نور د خوږو بویونو درمل کاروي؛ نو يوازې په جنسي اړيکه«کوروالي» کې له دخول او خروجه خوند اخیستلای شي، مګر هاغه اړيکه يې د مقابل لورې او په خپله کمېږي چې هغه په تحريک ښکلولو او جسمي او روانې لحاظ پارېدلو کې رول لري. عطر که هر څومره ښه شي، خو بیا هم مصنوعي دي چې د ځينو موادو د اختلاط له امله په انسان بد اغېز لرلای شي.


په کوروالي کې د عطرو ستونزې؛

هغه کسان چې دايماً په ټولنیز ژوند کې له عطرو سره عادت شوي وي او نه غواړي په خپله هم عطر پرېږدي او له بل کس څخه يې هم دا هيله وي چې عطر يې کارولي وي، خو په کوروالي کې دا شی، همدا ستونزې پيدا کوي، لکه؛ تر پوزه نرۍ اوبه را تلل، د پوزې بندېدل، نيم‌سېری پيدا کېدل هغه چې موږ وايو «نيم سر او سترګه مې درد کوي» زکام، ځينې وخت د اضطراب او ناارامې، بې‌میلي سبب هم ګرځي.

نو په پای کې دا اړينه چې خپلې خبرې د اصلي موضوع په لور را وڅرخو.
نرمه خوله؛


د خولې کېدلو حالتونه که څه هم يوازې د ګرمې په موسم او مکاننو پورې تړلي دي، خو هر څوک چې غواړي کوروالی وکړي، هرومرو دي داسې ځای انتخاب کړي چې ليږه اندازه يې اندامونه ګرم او نرم شي. د خولو بوی په ټولنیز لحاظ د بې‌نظافتي او شرم سبب ګرځي او يو د بل کرکه را منځ ته کوي، خو په کوروالي کې د دوو مختلفو جنسونو ښځې او مېړه نرمه خوله نه يوازې د بویولو حس ښه کوي، بلکې د جنسي ميل د زیاتېدو سبب هم ګرځي.


همدارنګه د دواړو اضطراب او پرېشانې هم په ارامې بدلوي. تر ډېره که څوک غواړي جنسي اړيکه يې له درملو بغير په طبېعي ډول اوږده او خوندوره شي، دا نه يوازې لیدل، ښکلول يا لمسول، د ناز خبرې کول پکې شامل دي، بلکې ټول هغه حسونه چې په انسان کې موجود دي بايد د کوروالي پر مهال هر ځان ځانته فعال او هر پر خپل ځای وپارېږي، نه داسې چې هغه په ځينو درملو له خنډ سره يو پکې مخ شي.

د ښځې بدن د نارينه لپاره او د نارينه بدن د ښځې لپاره طبعاً جذاب او پارونکی وي، خو هغه کسان چې غواړي، دا طبېعي اړيکه ښه وساتي او له ګډ ژونده په تېره بیا کوروالي پوره خوند واخلي؛ نو هغه يوازې، د ناز په خبرو، لمس کولو «ښکلولو» او کتلو پورې نه دي محدود، بايد هغه حس چې دا هر څه پسې تړلي او ژوندي يې ساتي هغه د بدن خپل طبېعي بوی دی چې زیات وخت د کوروالي پر مهال تر دخول وړاندې هر اندام د دې تر څنګ چې لمس «ښکل» شي بايد د شامې «بويولو» حس هم پوره ونډه پکې واخلي.


د مقابل لورې ښځې/مېړه د بدن له ښکلولو سېوا له بويولو هم پوره خوند واخلي. دا حس له ښکلولو سره هم مشترک دی چې له لمس سره لنډه اړيکه لري، نو ځکه د يو بل په پارېدلو او د کوروالي د اوږدولو سبب ګرځي.

3,384 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
549e8a6a-f6a3-f747-0a10-4d916435eb76
response_body:
{"id":"836bdd55-7311-467a-b13b-eafceb573e40","recipients":696,"external_id":"549e8a6a-f6a3-f747-0a10-4d916435eb76","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
696
notification_id:
836bdd55-7311-467a-b13b-eafceb573e40

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2