Categories

اعلان

Loading…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز

هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه همغه جګړه غازي امان الله خان په خپل انداز کې وکړه، هغه مهال چې انګليس په هند کې وو او ايران کې يې هم لښکرې ګرځېدې د غزا ناره په کې درنه ناره وه، غازي چې انګليس ته د ۱۹۰۵م کال د تړون د بيا کتنې ليک ولېږه، منتظر پاتې نه شو او سملاسي يې ازادي اعلان کړه.

که تاسو له انګليس سره د افغان ځواکونو زور او ځواک پرتله کړئ، نو له انګليس سره جنګ يوازې د افغانانو سرزوري ګڼلی شئ، يوه لويه امپراتوري چې په اروپا کې يې المان، اترېش او عثماني ترکيې ته ماتې ورکړې وه، څرنګه پرې د غازي امان الله خان لښکرې غورځېږي، دا تعجب دی.

دا جګړه له هره پلوه بې انډوله وه، په هر محاذ کې د انګليس او هند ځواکونو او وسلو شمېر په کراتو زيات وو، هغوی منظمه اردوه وه او هغوی تربيه شوي نظاميان وو او هغوی د اعاشې او اکمال له نظره په ډېر لوړ حالت کې وو، خو افغان پوځونه چې ټول شمېر يې تر ۶۰ زرو رسېده ډېر نامنظم وو، خواړه او پوښاک يې غريبانه او پر خپل ځان وو، د وسلو او اکمال حالت يې ډېر خوار وو او دوی اصلاً د انګلیس له پوځ سره په دغه حساب نه شوای جنګېدلی، يوازې په دې جګړه کې نه بلکه په لومړۍ او دويمه جګړه کې هم افغانان دغسې تش لاسي وو، او ډک لاسي يرغلګر يې په مخ او څټ وهل. تاسو که د افغان انګليس په دويمه جګړه کې د انګليس لښکرې له بولانه تر کابله تعقيب کړئ، نو تاريخ به تاسو ته په دغه ټوله لاره د انګليس د لښکرو لوڅې هديرې در وښايي، تاسو به په کې په کابل کې متجاوزين ډېر بې وسه اړ محاصره ووينۍ، خو دا هر څه افغانان په خپل همت او سرزورۍ کوي، د نړۍ کوم ځواک هم نه شته چې ورته وسلې ورکړي، روزنه ورکړي او حمايه يې کړي. او دا زمونږ د تاريخ را پاتې تسلسل دی، مونږ ته راښايي چې افغانان په تشو لاسونو لوی ځواکونه څنګه پرزوي.

د غازي لویې لاسته راوړنې!

د غازي امان الله خان تر ټولو لويه لاسته راوړنه د هېواد ازادي وه، د ازادۍ له نعمت او ارزښت سره بل هيڅ ارزښت سيالي نه شي کولای.

غازي د سوداګرۍ، اقتصاد، تعليم، فرهنګ، ادارې، نظامي، هوايي ځواک، لارو او مواصلاتو، ښار جوړونې او بېلابېلو برخو کې ډېرې زياتې لاسته راوړنې درلودلې، غازي د افغانستان لپاره د ترقۍ ډېر لوی خوبونه ليدل، او هغه چې په کوم شوق او ملي جذبه دې خوب ته کار کاوه دا د افغانستان په تاريخ کې بېساری ده.

په اقتصادي برخه کې پر شرکتونو، فابريکو کار وشو، د اورګاډي پټلۍ پيل شوې، په پام کې وه چې د هېواد جنوب له شمال سره د اورګاډي په پټلۍ ونښلول شي. د برق سټېشنونه جوړ شول او برېښنا يې فابريکو ته ورکول شوه، د اوبو څو بندونه جوړ شول لکه د غازي بند او د غزني سراج بند. د الوتکو د ترميم او پرزه جوړولو فابريکه جوړه شوه، د موټرو د ترميم او پرزو جوړولو فابريکه جوړه شوه، د نساجۍ فابريکه جوړه شوه. د دې لپاره چې ولايتونه له مرکز سره ونښلول شي نو د تليفون او تليګرام پر پروسې کار پيل شو.

په تعليمي ډګر کې په حبيبيه او امانيه لېسو کې فرانسوي او الماني ښوونکيو تدريس کاوه، په ټول افغانستان کې ۳۲۲ لومړني ښوونځي جوړ شول او تر ۱۹۲۷ پورې ټول ۵۱ زره شاګردان په زده کړو بوخت وو. په مسلکي لېسو کې ۳۰۰۰ زده کوونکي موجود وو. څو سوه زده کوونکي د زده کړو لپاره ترکيې، جرمني، فرانسې، ايټاليې او شوروي ته ولېږل شول. معارف ته لويه بوديجه په پام کې ونيول شوه چې د دفاع او دربار تر بودېجې وروسته درېمه لويه بوديجه يې تشکيلوله. طب ښوونځی جوړ شو او په پايتخت کې لوی کتابتون ايجاد شو.

په فرهنګي برخه کې په کابل او ولايتونو کې ۱۳ جريدې خپرېدې، په دوی کې ارشاد النسوان جريده، اتحاد مشرقي جريده، افغان ورځپاڼه، د تعليم او تربيې مجله، امان افغان اونيزه، د پوځ مجله، اتفاق اسلام اونيزه، اتحاد جريده، د اعلاناتو لپاره ابلاغ جريده او حقيقت جريده شامل وو.

له دې سره په څنګ  کې انيس ازاده اونيزه هم له چاپه راوتله، د دې اونيزې مسئول غلام محی الدين انيس وو. نسيم سحر د احمد راتب خان په مشرۍ او نوروز  ۱۵ ورځينۍ د ميرزا محمد نوروز په مشرۍ خپرېدې.

د غازي په وخت کې لومړی ځل راډيو جوړه شوه او سينما ته کار وشو، ارواښاد غلام محمد خان ميمنه‌ګي المان ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شو او کله چې راستون شو نو د رسامۍ ښوونځی يې پرانېست چې وروسته بيا د هېواد په کچه يو لوی هنري نوم شو.

د غازي په واکمنۍ کې اساسي قانون (نظام نامه) جوړ شو، لويې جرګې راوغوښتل شوې، شورای خاص يا د دولت شورا چې د پارلمان حيثیت يې درلود جوړ شو او ګڼ قوانين تصويب شول.

د غازي په وخت کې افغانستان ۱۱ الوتکې درلودې، او ۶۵ کسان يې د هوايي زده کړو لپاره ترکيې، فرانسې، ايټاليې او شوروي ته ولېږل. حربي فابريکه جوړه شوه، او دافع هوا توپونه او زره پوش موټرې پوځ ته وارد شول.

د سالنګ او پکتيا لوی لارې جوړې شوې او پر نورو لارو کار پيل شو. دارالامان جوړ شو، ملکي او نظامي روغتونونه جوړ شول، کابل ته د اکسرې ماشين وارد شو، او دار المجانينونه او دار الايتامونه جوړ شول.

غازي دغه مهال ترکان، جرمنيان او فرانسويان د روغتيا، تعليم، پوځ، تخنيک او لرغون پوهنې په برخه کې په کار ګمارلي وو.

سليقوي رېفورمونه!

د غازي امان الله خان لومړۍ لويه اشتباه دا وه چې هغه د شپږو مياشتو په اوږده سفر له هېواده بېرون په رسمي سفر ووت، له يوې خوا دلته دننه په هېواد کې د غازي مخالفينو ته د توطيو ميدان خوشې شو او له بلې خوا په دې سفر کې غازي د اروپا د فرهنګ او رواج تر تاثير لاندې راغی او ده چې هلته کوم رنګ اخېستی و د دغه رنګ تصویرونه د ده تر را رسېدو مخکې په افغانستان کې حساسيتونه راپارولي وو.

دويمه لويه اشتباه د خلکو له روايتونو او سنتونو سره د غازي ټکر وو، تاسو فرض کړئ، که په ۲۰۱۹ کال کې په کابل ښار کې پوليس ودرېږي او د مېرمنو له سرونو څادرۍ په خنجکونو لرې کړي، دا به د هېواد په لرو بر کې څرنګ غبرګون ولري؟ بيا همدا غبرګون په ۱۹۲۸م کې وسنجوئ، چې هغه مهال به د خلکو او روحانيونو غبرګون څه وو؟ غازي امان الله خان په پغمان کې د خپلې مېرمنې له سره نه ټيکری لرې کړ او له خلکو يې وغوښتل چې خپلې مېرمنې د حجاب له قيده خلاصې کړئ. دا هر څه د خلکو له روايتي او سنتي حالت سره په سخت ټکر کې وو.

په لويو غونډو کې خلک مجبورېدل چې کالي لرې کړي، پتلونونه واغوندي، شپو خولۍ په سر کړي او امسا په لاس کې ونيسي، دوی ته ويل کېدل چې نور به د سلام پر ځای شپو خولۍ له سره ښکته کوئ،  او دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې په دغه شمېر او دې اندازو پتلونونه، ددرېشۍ او شپو خولۍ نه وې، دې هر څه نوي سليقوي رېفورمونه مسخره کړي وو.

شاه د جمعې ورځې رخصتي پنجشنبې ته واړوله او په پوځ کې يې د ږيرې خرېل جبري کړل، دې ټولو غازي د يوه داسې کس به توګه مشهوراوه چې له ديني رموزو سره يې شخړه شروع کړې. د نکاح په اړه چې څلور ښځې يې منعه کړې وې، دا خورا حساسه مسئله وه، دا د ديني متونو سره ټکر وو او په روحانيونو کې يې لوی بحث رامنځته کړی وو.

سلمه کليزه ولې مهمه وه؟

سږکال چې د ازادۍ د ګټلو سلمه کليزه راغله، دا سليزه زمونږ د نيکونو د سلو کلونو پخوانۍ تُورې مانځنه ده، دا لمانځنه د دې لپاره ډېره مهمه ده چې مونږ د خپلواکۍ پر ارزښت پوه شو، دا د دې لپاره ده چې مونږ د خپلواکۍ مفاهيم، احساسات، او جذبات د يو ملي امانت په توګه ژوندي او په نسلي بهير کې يې په خوځون او دوران کې وساتو. 

په دې ګرمې سليزې کې د دې يو لوى فرصت برابر شو، چې د خپلواکۍ پر تېرې مبارزې بېلابېل کتابونه او مقالې چاپ شي او فرهنګي مناسبتونه، ګردي مېزونه او کنفرانسونه پرې داير شي دا مجالونه داسې وو چې د يوې ملي بيدارۍ لپاره مهم او اساسي توکي وو.

د ازادۍ دغسې لمانځنه د دې لپاره هم مهمه وه، چې د هغو خلکو تاويلونو ته يو ډول ځواب شي، چې خپلواکي د اوسني عصر په غوښتنو او ګلوبلايزېشن کې له سره تعريفوي، خپلواکي، خپلواکي وي او افغانانو چې د انګليس تر درې پلا ماتولو وروسته شوروي هم مات کړ او اوس امريکا هم د خبرو پر بستر د وتلو لار ګوري دا ټول په دې مانا چې د خپلواکۍ جوهري مانا زمونږ په وطن کې نه ده بدله شوې…

په کوم شان او انداز چې د ازادۍ سليزې ته پام شو، د غازي د وخت ودانۍ ورغول شوې، د افغانستان شموله مراسمو تابيا ونيول شوه او فوق العاده اهتمام ورته وشو دا نو زمونږ د تاريخ يوه معنوي رغونه وه او دا د هغه ټپي ورځ درملنه وه چې د تېرې نيمې پېړۍ جنګونو لکه د دارالامان دا هم بې امانه ځپلې وه… د جنګونو په شر کې دغه له اعتباره غورځېدلي لوى ملي ارزښت ته د بيا باور ورکولو لپاره دا اړينه وه، چې دغسې شانداره ولمانځل شي. په دې حساب به دا شانداره اهتمام د تاريخ له حافظې هير نه شي….

د ازادۍ د لمانځنو تت موردونه!

د ملتونو په معاصر تاريخ کې څه نومونه داسې وي، چې هغوی پر ملي رمزونو اووښتي وي، غازي امان الله خان چې د خپلواکۍ او مترقي افغانستان له منظره په دا سيمه کې بې سياله دی، هغه بايد د دې کوچنيو سليقو له منځه ډېر شانداره راووځي، هغه په دې حساب د افغانانو لپاره يو ملي رمز دی.

عموماً د ازادۍ په لمانځنو کې څه موردونه داسې دي چې ډېر پام ورته نه کېږي، يو څو يې په لاندې ډول يادوو:

لومړی، د غازي په اړه بايد د اسلامي نړۍ د هغه مهال پياوړو ليکوالانو، مؤرخينو او مفکرينو ارشيفونو ته مراجعه وشي، د هغوى په کتابونو کې په دې اړه ډېر څه شته، د بېلګې په توګه د اسلامي نړۍ د هغه مهال د لوی مؤرخ او مفکر امير شکيب ارسلان خاطرې، د امير په اړه د علامه اقبال تحرير، د خان عبدالغفار خان ليکل، د خلافت تحريک د مشرانو خاطرې او دېته ورته نورې ډېرې سرچينې شته چې په منځ کې يې د غازي يادونه نالوستي پراته دي.

دويم مورد دا دی چې د غازي امان الله خان د ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه  د نوموړي د کورنۍ له غړيو او په ځانګړي ډول شهزادګۍ هنديه، شهزادګۍ ناجيه او نورو غړو سره بايد تاريخي مرکې وشي.

درېم مورد دا دی چې د ازادۍ جګړه د غازي په مشرۍ د ټول ملت جګړه وه، او دې لپاره اړينه ده چې دغه جګړه افغان شموله وګڼل شي، په دې مانا چې په راتلونکي کې بايد د ازادۍ د ګټلو پر جامع او راټول تاريخ خبره وشي، د ازادۍ ټول کرکټرونه او شخصيتونه ژوندي وساتل شي او دا موضوع د ټول افغانستان ګډه موضوع شي، او دا هله کېږي چې نور قومونه د ازادۍ په جګړه کې خپل سهم وويني.

څلورم مورد دا چې تر ډېرو او شانداره لاسته راوړنو وروسته، له بده مرغه هغه سليقوي وروستني ريفورمونه چې غازي امان الله خان له اروپا راکاپي کړي وو، نه يې هغه مهال ملي منښته لرله او نه يې اوس څوک منلو ته تيار دي، د غازي هغه تېروتنې چې غازي د سليقوي ريفورمونو په سلسله کې وکړې هغه په احساساتي ډول نه بلکه په تحقيقي او علمي بڼه تحليل او تجزيه شي، او د افراط او تفريط له چلنده راوويستل شي.

1,635 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
uuid:
36295505-bf2c-9a20-a1ee-ab4be430f1b7
response_body:
{"id":"18853c4c-df8a-4d66-aebb-01be71078012","recipients":678,"external_id":"36295505-bf2c-9a20-a1ee-ab4be430f1b7","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
678
notification_id:
18853c4c-df8a-4d66-aebb-01be71078012

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸