Categories

اعلان

Loading…

د تاریخي ځایونو د ودانولو اقتصادي ارزښت

محمد داود نیازی

په نژدې وختونو کې افغان ولسشمر محمد اشرف غني په هېواد کې د تاریخي ودانیو جوړولو ته پاملرنه کړې ده چې ځینې خلک پرې نیوکه کوي او استدلال کوي چې د دې پرخای باید یوه فابریکه او یا هم روغتون جوړ شي.

دا نیوکې درې ډلې خلک کوي: ل

ومړی د ولسمشر سیاسي مخالفین، دویم هغه خلک چې د دې ماڼو په ورانولو کې لاس لري، دریم هغه خلک چې رښتیا هم غواړي پوه شي.

لومړی ډله پوهيږي خو مخالفت کوي، دویمه ډله یې په ارزښت نه پوهيږي ځکه خو یې وران کړي. دریمه ډله خلک باید په دي پوه شي چې په دې ډول ځایونو مصرف نه دی بلکې پانګونه ده تر څنګ یې د افغانستان د عزت مسله هم ده ځکه که یو څوک څيړنه او یا د سیاحت لپاره افغانستان ته راشي او ستاسو څخه پوښتنه وکړي چې د افغانستان بنسټ ایښودنکی څوک دی؟ تاسو ځواب احمد شاه بابا وي او هغه وغواړي مقبرې ته یې لاړ شي نو که تاسو یې کنډوالې ته ودروئ ښه ده او که ابادې مقبرې ته.

په همدې ډول د غازي امان الله خان مقبره یا ماڼۍ درواخلئ. بله خبره دا ده چې د یو جنګسالار په مقبرې ډیر مصرف  شوی او که په دي ودانیو؟ موږ باید متفاوت فکر ولرو ځکه په هندوستان کې یو میلیارد هندوانو اوسیږي تاج محل یې یوازې د پیسو ګټلو لپاره ساتلی دا په داسې حال کې ده چې سورت یاسین هم پرې لیکل شوی دی . خو زموږ بامیان چې (بوتان، سریلنکا، نیپال، برما، چین، هندوستان، چاپان، تایلیند) هېوادونه بودایان لري او په نړۍ کې تقریبا 500 میلونه بودایانو دی له بامیانو څه ګټه وکړه فکر وکړی چې هر کال یوازې پینځه لکه خلک بامیانو ته راشي او هر یو درې زره امریکايي ډالره مصرف وکړي نو افغانستان به څومره ګټه وکړي او څومره خلک به ورسره کار کوي . نو ځکه په داسې ودانیو او تاریخي او مذهبي ځایونه مصرف ترسره کول پانګونه ده چې په راتلوونکي کې پرې ډيره ګټه کولای شو.

287 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2