Categories

اعلان

Loading…

پاکستان تر اکتوبر پورې له ترهګرۍ نه د ملاتړو تور لېست ته غورځېدونکی دی

تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: هندي رسنیو راپور ورکړی چې په اسیا کې له ترهګرۍ نه د مالي ملاتړ د مخنیوي صندوق یا ایف، ای، ټي ایف څانګې ایشیا پيسفیک ګروپ د پاکستان نوم له خړ لیست څخه د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله تور لیست ته اچولی دی.

هندي رسنیو د ایشیا پیسفیک ګروپ د مسوولانو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په خپلو ۴۰ ژمنو کې پاتې راغلی  او ۳۲ ژمنې یا کورنۍ دندې یې تور لیست ته د نه غورځېدو لپاره نه دي ترسره کړي.

راپور وايي، پاکستان ترهګرو ډلو ته د مالي مرستو د مخنیوي په برخه کې هم له ۱۱ ژمنو څخه ۱۰ ژمنې نه دي پوره کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبر رد کړی او تش اوازه یې بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په دې تړاو چې ګواکې پاکستان تور لیست ته اچول شوی، ټول نشر شوي خبرونه درواغ او تشې اوازې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسیا پیسفیک ډلې بیا په خپله بیانیه کې ویلي، د چین، تایپي، هانګ کانګ، پاکستان، فلپین او سلیمان ټاپو وزمې په تړاو یې خپل راپورونه بشپړ کړي دي او پایلې به یې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې معلومې شي.

930 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2