Categories

اعلان

Loading…

اروپايي سمندري ځواکونو د غرقې شوې کښتۍ ۳۶ افغان مساپر له مرګه ژغورلي

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: د البانیا دفاع وزارت وايي، هغه ۳۶ ښځینه او نارینه افغان کډوال یې له مرګه ژغورلي چې یونان ته پر لاره  ایچ سیند کې بند پاتې وو.

د البانیا د دفاع وزیرې اولتا شاکا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا کار پرون شوی او د اروپايي ټولنې سمندري ساتونکو په اوبو کې د یوې غرقې شوې کښتۍ سپاره افغان کډوال له مرګه ژغورلي دي.

نوموړې وایي، په ژغورل شویو افغان کډوالو کې ۱۹ ماشومان، ۸ ښځې او ۹ نارینه شامل دي چې له افغانستان څخه په قاچاقي لارو راوتلي او یونان ته روان وو.

 ویل کېږي له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ناامنیو له کبله اروپا ته شاوخوا ۲۵۰ زره افغان کډوال تښتېدلي چې په دې کې یې یو شمېر کورنۍ او نور یې کم عمره ځوانان دي.

919 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
5f27f6b4-e977-ddcb-86f6-d1cb5787df27
response_body:
{"id":"4ab9eb09-f5e3-48d2-9ed7-c012bf9b2e0a","recipients":665,"external_id":"5f27f6b4-e977-ddcb-86f6-d1cb5787df27","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
665
notification_id:
4ab9eb09-f5e3-48d2-9ed7-c012bf9b2e0a

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸