Categories

اعلان

Loading…

امریکا د ۳ داعش قومندانانو پر سر ۵ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړه

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: امریکا د داعش ډلې د دریو غړو پر سر ۵ میلیونه ډالر انعام اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا جایزه یې د داعش ډلې پر دریو غړو امیر محمد سعید عبدالرحمن، سامي جاسم محمد الجبوري او معتز نعمان بن عبدالنایف پر سر ایښې او هر چا یې چې په اړه معلومات ورکړل، دوی به یې جایزه ور ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عبدالرحمن المولي  د داعش ډلې مهم مشر او د ابوبکر البغدادي ځای ناستی دی چې د ډېرو سترو عملیاتو مشري یې پر غاړه اخیستې ده.

دغه راز سامي الجبوری د داعش ډلې مالي مسوول او د تېلو او ګازو د پلورلو مسوول پیژندل شوی او نجم الجبوري یې هم هغه داعش قومندان بلل شوی چې د امریکاد بهرنیو چارو وزارت په وینا د داعش ډلې د بمونو د جوړولو د څانګې مسوول دی.

امریکا د روان کال د حمل میاشت کې  د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر سر ۲۵ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې وه.

716 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
59e46255-cd69-8607-37bd-238f75806096
response_body:
{"id":"96923e10-38b0-4b78-9a63-ff568184e09b","recipients":665,"external_id":"59e46255-cd69-8607-37bd-238f75806096","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
665
notification_id:
96923e10-38b0-4b78-9a63-ff568184e09b

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2