Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان لومړنۍ ویانده وفات شوه

د افغانستان د راډیو لومړنۍ ویاندې مېرمن لطیفه کبیر سراج د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې د ۹۰ کلونو په عمر ساه ورکړه.

مېرمن سراج لومړنۍ ښځه وه چې په چادرۍ کې راډیو ته لاړه او خبرونه یې وویل.

دا د امیر شهید(حبیب الله خان) د زوی سردار عنایت الله خان مشره لور وه.

عنایت الله خان د خپل ورور امان الله خان د حکومت له پرزېدو وروسته د درو ورځو لپاره حکومت په لاس کې درلو خو له درو ورځو وروسته د لطیفې سراج په شمول د کورنۍ له ټولو غړیو سره هند ته لاړ، له هغه ځایه عراق او له عراقه د ایران د پاچا په بلنه تهران ته لاړل.

لطفې سراج لومړنی ښوونځی په ایران کې ولوست.

د اعلحضرت ظاهرشاه بابا په پاچهۍ او د شاه محمود خان د صدارت په دوره کې د عنایت الله خان کورنۍ له ایرانه په داسي حال کې افغانستان ته وبلل شوه چې په خپله عنایت الله خان همالته وفات شوی و.

لطیفې سراج په پیل کې د دري، تاریخ او جغرافیې د ښوونکې په توګه په ملالۍ لېسه کې درس ورکاوه او ورسره په یووخت یې په مېرمن یا مستورات روغتون کې نرسانو ته لیک لوست ښوده.

دې د معلمۍ ترڅنګ د ښځو د حقونو او د دیموکراسۍ د ارزښتونو لپاره کار کاوه.

مېرمن سراج او خور یې زینب په افغانستان کې د تیاتر او نندارې په برخه کې هم هڅې وکړې او په ګډه یې د زینب نندارې بنسټ کېښود.

مېرمن سراج په داسي وخت کې د راډیو نطاقي پیل کړه چې ډېرو لږو افغان ښځو لیک لوست کولی شوای.

په لومړیو کې به دې راډیويي خپرونې په کور کې ثبتولې او بیا به په راډیو کې خپرېدې.

وروسته به مېرمن سراج په خپله راډیو ته تله او مستقیماً به یې مطالب لوستل.

مېرمن سراج وروسته وروسته ګڼو نورو نجونو او ښځو ته الهام بخښونکې شوه او ډېرو د دې په پل پل کېښود.

په ۱۳۵۸ لمریز کال چې د پخواني شوروي اتحاد سرو لشکرو پر افغانستان یرغل وکړ، مېرمن سراج یو وار بیا له هیواده مهاجره شوه. څه موده یې په پاکستان کې تېره کړه او له هغه ځایه امریکا ته لاړه په امریکا کې هم کراره کښېننسته او شاوخوا یوه لسیزه یې په امریکا ږغ کې د خبریالې په توګه کار وکړ.

98 total views, 1 views today

4 comments

  1. فدا نظري Reply

    ځدای پاک دي و بخښې. روح دي ښاد وې

  2. Ghulammohammad Reply

    خداى دى وبخشى

  3. AMARKHIL Reply

    هیله ده څې دخدای بښلې علمی هلېځلې دافغان ولس په تاریخ کې ثبت شی۰

  4. سمون Reply

    خدای دی یی وبخښی!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *