Categories

اعلان

Loading…

جمهوري غوښتونکي: ټرمپ دې ژر تر ژره طالبانو سره هوکړه لغوه کړي

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر ډک چیني لور لیز چیني واشنګټن پوسټ ته په یوه لیکلې مقاله کې له ټرم څخه غوښتي چې طالبانو سره دې د سولې هوکړه لغوه کړي ګني د القاعدې او داعش پر ضد به جګړه وبایلي.

 لیز چیني زیاته کړې ده، امریکا باید هغه سیاسي هوکړه لاسلیک نه کړي چې طالبانو ته په کې زیات امتیازات ورکول شي او ترهګر یو وار بیا پر امریکا د بریدونو لپاره یوه ځاله پيدا کړي.

لیز چیني چې پلار یې  ډک چیني د جورج ډبلیو بوش مرستیال و، له ترمپ څخه غوښتي چې له طالبانو سره دې د ضمانتونو په راکړه ورکړه کې خپل حساب برابر کړي: (( طالبان هغه خلک دي چې پر امریکا د بریدونو طراح اسامه بند لادن ته  یې پناه ورکړې وه، طالبانو هر وخت القاعده باندې ځان غلی کړی دی، خو حقیقت دا دی چې القاعده به د طالبانو استبدادي امارت ته یو وار بیا خپلې مرستې راسر کړي او دا هېواد به بیا پر خپله ځاله بدل کړي.))

لیز چیني له ټرمپ څخه غوښتنه کړې ده چې طالبانو سره دې د تروریزم ضد کړې هوکړې ټول جزیات خپاره کړي، ګني دا به ډېره خطرناکه وي چې امریکا خپل امنیت د هغه چا په لاس کې ورکړې چې القاعده ته یې په خپله غیږه کې پناه ورکړې وه: (( د امریکا خلک باید پوه شي چې ولې او د څه لپاره له طالبانو سره هوکړه وشوه؟))

نه یوازې لیز چیني بلکې د امریکا نورو جمهوري خواهانو سیاستوالو ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې ژر دې له طالبانو سره کېدونکې هغه هوکړه لغوه کړي  چې د ترهګرو ډلو د بیا ودې سبب ګرځيدای شي.

 د امریکا د ملي هوايي ګارد پخواني قومندان ایډم کینزینګر نن چهار شنبه د چیني د نظر ملاتړ کړی دی.

دغه راز بل جمهوري غوښتونکي سیاستوال ایلینوی هم ویلي، د افغانستان داسې پرېښودل به د عراق په څېر بدې پایلې ولري.

نوموړي ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، لطفن د بارک اوباما ناکامو تجربو تکرارمه کوئ بلکې اوږد فکر وکړئ.

877 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. غلام حضرت Reply

    پدی کی خو شک نسته چی زموږ مظلوم وولس ګَنس او ګیچ دی او لیاره تری ورکه ده یا په لوی لاس تری ورکه شوی ده خو پدی ټکی نه پوهیږو چی آیا امریکائیان هم ګَنس او ګیچ دی او که ئی ځان په ګنس توب او غولتوب اچولی دی؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2