Categories

اعلان

Loading…

د ګندمک معاهدې لاسلیک بیا نه تکراریږي| سیدعبدالله پاچا

پوره ۱۱۰ کاله وړاندې بریتانیا د وخت له امیر سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې نوم یې ګندمک و او د دې هوکړې له مخې بریتانیا او افغان دښمن هېوادونو ګټه وکړه او افغانانو تاوان وکړ.

دا معاهده په هر اړخیز ډول د افغانستان په تاوان وه او بریتانیا په ډیر هنر، زور او فریب سره دا معاهده پر افغان امیر لاسلیک کړه او د دې معاهدې وړاندې یې داسې تبلیغات وکړل چې که لاسلیک نه شي، افغانستان به ډير بد وضعیت سره مخ شي.

همغه ډول وضعیت اوس یو ځل بیا راغلی، خو دا ځل لوبغاړی بدل دی، امریکا او طالبانو یوه معاهده برابره کړې چې لاسلیک یې کړي او بیا د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره کار کوي چې افغانستان یو بل هېواد ته وسپاري او امریکا پښې سپکې کړي.

خو له نېکه مرغه افغانستان اوس د هغه افغانستان نه دی، اوس یې د خلکو فکري انکشاف پراخه شوی او په هر څه او هر لوبه باندې د افغانانو سره خلاصیږي او هيڅکله به اجازه ور نه کړي چې داسې هوکړه لاسلیک کړي چې جمهوري نظام او نسبي جوړ شوي بنسټونه یو ځل بیا له منځه لاړ شي.

د ګندمک تړون مادې داسې وې

۱۸۷۹ م کال

لومړۍ ماده:

د دې تړون د لاسليک له ورځې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتې سوله او دوستي ټینګيږي.

دویمه ماده:

د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي رامنځ ته شي او انګریزي پوځونه په ډاډه زړه د افغانستان له خاورې ووځي؛ نو د سیالکوټ ولایت او د فوشنج سیمه د کوږک تر غره پورې، د کرُمې سیمې د ځاځیو تر پولې پورې او هفت‌چاه او لنډي کوتل دې انګلیسانو ته پرېښودل شي، مګر د درېیو سیمو (کرم، پشین، سیبۍ) ورکول به په دایمي او قطعي ډول نه وي، دا سیمې به د هغو سیمو په نامه (چې امانت سپارل شوي دي) ونوموو چې بېرته به بیا وسپارل شي او د یادو سیمو مالیه به د اداري لګښتونو له ورکړې وروسته افغانستان ته ورکول کېږي، خو ملاتړ او اداره یې یوازې په بریتانیې پورې اړه لري، سربېره پر دې د بریتانیې دولت د خیبر لېږد لارې درې انتظام چې د جلال اباد او پېښور ترمنځ پرته ده د دغو سیمو له ازادو قبایلو سره دوستانه اړیکې ولري .

درېیمه ماده:

د دې لپاره چې د افغانستان امير وکولاى شي خپل ځواک وساتي او هم پورتنى شرطونه په رښتیني توګه ترسره کړي، د بريتانيې دولت ژمنه کوي چې هغه او د هغه ځایناستو ته به د هېواد د اصلاح لپاره د کال شپږ لکه کلدارې ورکوي.

څلورمه ماده:

امير به له انګلیستان سره سوداګریزې اړیکې ټینګوي او د هېوادونو تر منځ به سړکونه پرانيزي، تر څو چې دواړه هېوادونه سره په ازاده توګه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي او هم دواړه هېوادونه ژمنه کوي چې دغه لارې له خطر نه وژغوري. دغه سوداګریز تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د يوه کال لپاره د ترسره کېدو وړ وي او د هېوادونو تر منځ به ازاد وي.

پنځمه ماده:

له کورمې څخه تر کابله د تلګراف مزو د غځولو لګښتونه به د انګرېز دولت پر غاړه وي او د هغه ساتنه په امير پوره اړه لري.

شپږمه ماده:

د افغانستان امير له خپلې خوا او د نورو سردارانو له خوا ژمنه کوي چې له انګرېزي استازواو نورو وګړو سره چې د سوداګرۍ لپاره افغانستان ته راځي، ښه او غوره چلند وکړي او د هغو په شخصي چارو کې لاسوهنه ونه‌ کړي.

اوومه ماده:

د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا ټینګې شي او د افغانستان سرحدونه او پولې د پرديو له تېريو خوندي پاتې شي د انګرېز دولت لازمه ګڼي چې د خپل هېواد دايمي استازی افغانستان ته واستوي، دغه استازی به د خپلې رتبې سره سم يو ډلګی سرتېري هم له ځانه سره ولري او هم د بريتانيې هېواد حق لري چې د اړتیا په وخت کې خپل ځانګړي استازي له ځانګړو هیئتونو سره افغاني پولو ته واستوي، د دې په وړاندې د افغانستان امير حق لري خپل استازی د هند د ويسراى دربار يا نورو هندي چارواکو ته واستوي.

اتمه ماده:

د افغانستان امير د انګرېزانو د استازو د ساتنې لپاره او له دې کبله چې له هغو سره ښه چلند وشي، ځان مسوول بولي او د بريتانيې دولت سره ژمنه کوي چې هېڅ وخت به د بریتانیې په کورنیو چاروکې لاسوهنه ونه کړي او د هغو د استازو درناوی به ساتي.

نهمه ماده:

د دې تړون له لاسلیک وروسته به د افغانستان امير د خپلو وګړو هغه ډله چې د جګړې په وخت کې د انګرېز له دولت سره یې اړیکې او د لیکونو راکړه ورکړه درلوده د رسمي فرمان له مخې بښل کېږي.

لسمه ماده:

انګرېزان به افغانستان تخلیه کوي او په راتلونکې کې به د افغانانو له غوښتنې پرته د دښمن د دفعې لپاره افغانستان ته نه داخیلیږي.

یولسمه ماده:

د افغانستان امير مجبور دى چې وروسته له دې به له نورو هېوادونو سره خپلې چارې د انګلستان سره د خبرو اترو پر بنسټ او د هغوی په غوښتنه ترسره کوي، د افغانستان امير حق نه لري له نورو هېوادونو سره مخامخ اړیکې ټینګې کړي او د انګرېزانو دولت له سلا او مشورې پرته له کوم بل هېواد سره د جګړې اعلان وکړي، د دې شرط په وړاندې د بريتانيې دولت حاضر دى، نوموړى امير د پرديو د تېريو په وړاندې د پیسو، وسلو او سرتېرو په وسيله او په هر ډول چې د بريتانيا دولت وغواړي ننګه وکړي او هر وخت چې مناسبه وګڼي مرسته ورسره وکړي، که د بريتانيې سرتېري د کوم اړتیا په وخت کې د امنيت ټینګښت او د بهرني دفاع په موخه د افغانستان خاورې ته ورننوځي، د سولې او امنيت له ټینګښت وروسته به سملاسي خپل هېواد ته بېرته ستنیږي.

452 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
96133011-5f13-ba25-d1f7-cdfebaa29b3c
response_body:
{"id":"d34f3022-d2d0-4c5a-8b6d-6f25ecdda11a","recipients":660,"external_id":"96133011-5f13-ba25-d1f7-cdfebaa29b3c","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
660
notification_id:
d34f3022-d2d0-4c5a-8b6d-6f25ecdda11a

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2