Categories

اعلان

Loading…

د سولې، جګړې څو جانبه راویتونه | سیف بېژن

 هغه وخت،چې په هېواد کې کورنیو جګړو زور واخیست او د واک په سر شخړې پیل شوې نو په ورته وخت کې بې شمېره داسې جنایتونه وشول،چې فکر یې نه شي کېدای  په دې حرج ومرج کې له پرونه تر ننه تاریخ ګواهي ورکوي،چې پدې کشمکش کې په میلیونونو افغانان له هېواده څخه مهاجر، او په ورته ډول شهیدان او د یو نامعلومې راتلونکي په تمه له منځه لاړل یادو کورنیو شخړو په هېواد کې یوه سیاسي خلا رامنځته کړه.

یاده سیاسي خلا تر دې کچې ورسیده،چې په ډېری مواردو کې د افغانستان د وخت مشرانو په بهرنیو هېوادونو باندې اتقاوې وکړې د خپلو پوځي او حکومتي مېکنانیزمونو د جوړولو لپاره یې بهرنیو د وخت له لویو بلاکونو سره تعاملاتو او معاملو ته لاسونه اوږده کړل تقریبا د هغه وخت مشرانو په واک کې د پاتې کېدو لپاره هر یوه یې خپلې سیاسي تېروتنې وکړې،چې بد عواقب یې ترننه محسوسیږي. 

ډېری د وخت مشرانو دغېرې متوازن سیاست له امله هېواد بحران ته لاړ یعنې دوی داسې څه غوښتل،چې د هغه ډول چارو لپاره غیني او ذهني شرایط نه وو اماده په بیړه او بې تدبیره یې د هېواد پرمختګ غوښته لکه په اوس وخت نه وخت د امان الله خان باندې دا انتقاد کیږي چې تر ډېره یې بیړه وکړه او تدبیر سره یې قدم وانه خیست چې پایله دده جلاوطني شوه او وروسته یې که هر څومره هڅه او هاند وکړ د ولس په ذهنیت کې بل څه پیچکاري شوي وو او واک د وخت هغه دړامارانو ته ورپاتې وه،چې تاریخ به یې هېڅکله ونه وبښي. 

فلهذا، افغانانو په طول د تاریخ کې د سولې او جګړې  دواړو قضایاوو سره سطحي او افراطي برخورد کړی، همدغو سطحي او افراطي برخوردونو دغه قضایاوې لا پسې پېچلې کړیدي سوله هغه نوم،چې تر بل هرکله ورته د افغانانو خوشبیني زیاته شوې  دا،چې یاده سوله به موږ ته په کوم قیمت تمامه شي لا هم یو مبهم سوال دی لومړۍ دا سوال باید حل شي،چې ولې باید سوله کې هر قدم په فکر او پام واخېستل شي.

سوله کې ولې باید پام وشي!؟

د خلیلزاد د لومړي دور خبرو څخه نیولې تر اتم پړاوه مذکراتو څخه داسې ښکاري،چې اوس هم ژور د نظر اختلافي موضوعات شته طالب لوری یو لړ داسې غوښتنې لري،چې هغه مطلقاً د اوسنیو ټولو هغو ارزښتونو سره په ټکر کې دي،چې موږ وروسته له ډېرو قربانیو یادو ارزښتونو ته رسیدلي یو مثلا جمهوریت مسائله چې د افغانانو لپاره یو ټول منلی ارزښت دی، د بیان ازادي، په رسنیو کې د ښځو ونډه، په ټوله کې د ښځینه قشر حقوق، او داسې نور… طالب لوری دغو ټولو مسائلو ته له  خپلو عینکو ګوري پورته ټولو مواردو کې خپل ملاحضات او اختلافي نظر لري تر دې چې یو وخت یې د اوسنۍ اوردو د منحل کېدو غوښتنه درلوده او اوس هم اوسني نظام او اوردو د یوې اجیر نظام او اوردو خطاب کوي.

 پورته موارد باید د طالب سره لومړۍ په واضیح ډول تعریف شي دلته که یو مقتدار، پخپلو پښو ولاړ نظام راځي نو باید هغه جنګي جنایتکاران،چې دخپلو جنایتونو قضیې یې دا نن هم د تاریخ په پاڼو کې د محاکمو په میزو پرتې دي څنګه به کیږي طالب،چې کوم وحشت کړی، جنایت یې کړی ایا ددې حساب به ورکوي که یا؟ هغه ادعاوې،چې دواړه لوري یې تردې دمه لري لکه د سیاسي او جنګي بندیانو حساب او کتاب به کیږي اوکنه که تعریف نه شي نو دا خو سوله نه شوه که بیا تعریف کیږي څرګنده،چې دا دې سولې په نوم روان داستان به یوه ورځ په یوه بل بحران بدلیږي دلته یو هغه طالب دی، چې په قطر کې یې سیاسي مشروعیت حق  ځانته ورکړی دا خو که هر ډول په نظام کې به مدغم شي د طالب بل لوری،چې تر ټولو خطرناک عواقب درولودلی شي هغه یاغیان دي، چې دا نن هم ګوته په ماشه ناست دي او د خپل بادار په یوې کوچنۍ اشارې سره د وینو ویلې بهولی شي د هغوی برخلیک به څنګه کیږي!؟ 

د طالبانو په لیکو کې وخت نه وخت په مستند شکل د بهرنیو جنګیالیو خبره کیږي لکه پاکستاني، چیچنیايي، او نور هغه نفوذي استخباراتي کړۍ،چې دا مهال عملا فعالیت کوي طالب لوری باید وضاحت ورکړي.

که دا ټول مبهم سوالونه حل نه شي او یو بینادي مېکنانیزم په اساس په یو بحث او مناقشه بدل نه شي فکر نه کوم،چې موږ د یوې پایدارې سولې ته ورسیږو بلکې دا به یو ځل بیا کورني کشمکش ته لار حواره کړي او په منځ کې به یې همدا د نن د سولې تږي افغانان یو ځل بیا د سولې په نوم لولپه شي اوسنۍ سوله که په همدې قیمت کیږي اصلا سوله نه ده بلکې بحران دی لحاظ موږ افغانان باید صبر ولرو او په تدبیر سره د یادو سترو برخلیک ټاکونکو قضایاوو سره مخطاطانه برخورد وکړو. 

سوله کې عام نظر او هیله

ټول افغان اتباع،چې کلونه یې خونړۍ جګړه زغملې او هر ډول قربانۍ یې ورکړیدي د هغوی د اذهانو د جوړولو لپاره باید دغه ستره قضیه تعریف شي هغوی ته په ساده ډول وویل شي،چې لکه څرنګه چې موږ فکر کوو،چې دطالب سره په سولې کولو سره اوسنیو هر ډول ستونزې به پای ته ورسیږو یو خیال دی تر څو،چې طالب د افغانانو سره مخامخ ډیالوګ ته حاضر نه شي او دغه اختلافي موضوعات لومړۍ په خپلو کې حل نه شي د امریکا، پاکستان، چین او نورو ذیدخلو اړخونو په خوله د سولې سندره د یوه بل بحران زمزمه ده هغه هم دې داسې بحران،چې ممکن یو ځل بیا د مهاجرت بسترې په شاه کړو. 

امریکا د څنګه یوې سولې پلان لري!؟

لکه څرنګه،چې امریکا په نړۍ کې د ژوئوپالولټیک (سیاسي جغرافیه) هغه جغرافیه،چې د دوی د نسلي ګټې تضمینولی شي چې په هر قیمت کیږي ځان رسوي امریکا د منځني ختیځ په سیاستونو کې د ځان مدغم کولو لپاره د خپلو وهلو خېمو مراندې لا کلکوي په سیمه کې د اوسنیو  روانو کړکېچونو لکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرغیړنه کرښه، د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سر جنجال چې د پاکستان لومړي وزیر امریکا ته پخپل وروستي سفر کې د ډونالډ ټرمپ سره مطرح کړه د هند په تند غبرګون سره پاکستانیو د ای، ایس، ای جنرلانو دفتا د افغانستان د سولې د پروسې سره ارتباط ورکړ له دې څخه ښکاري چې امریکا یاده سوله 

موږ ته ممکن په ډېر ستر تاوان تمامه کړي  په هغه قیمت،چې موږ پرې ډېرې قربانۍ ورکړي پاکستان په زغرده وایي چې افغانستان د ډیورنډ په رسمیت وپېژني موږ به یې په مقابل کې  طالب افغاني ډیالوګ ته اماده کړو او هند ته به کشمیر ورپاتې شي موږ به د زرو په بیه طالب واخلو له دې ښکاري چې افغانه امریکا غواړي مړد هم کړي او پړ هم ګټه د هند او پاکستان وکړي او امتیاز د امریکا واخلي مړ او پړ د زه شم ایا موږ تیار یو چې سوله وکړو یاده لوبه امریکا د همدې لپاره ایخوا دیخوا کوي.  

د سولې وروسته د امن تضمین څوک کوي!؟ 

تر دې دمه هغه هېوادونه،چې په ظاهره د سولې سندره زمزمه کوي څوک ددې تضمین کوي چې د یادو لوبغاړو څخه څوک دې ته اماده دي چې په هېڅ کوم بل نوم به طالب بیا ټوپک نه په غاړه کوي د طالب څو ادرسونو، د طالبانو په وینا د هغوی هغه فعلي اویازره جنګیالي چې عملا د حکومت په وړاندې به جبهه کې دي هېڅ کومه ډله به د بیا ځلي یو بل امتیاز لپاره نه پورته کیږي؟ 

زه فکر نه کوم،چې ددغو تضمینونو لپاره د کوم هېواد حاضر شي ځکه امریکایي جترالانو په ځانګړي ډول هغه جنرالان چې د افغانستان له جګړې څخه تجربې لري په زغرده وايي چې له سولې وروسته به په افغانستان کې ناامني موجوده او زیاته شي له دې څخه معلومیږي چې ممکن طالب له یو بل ادرس څخه سر راپورته کړي دلته جنګ د همدې تعاملاتو لپاره روان دی. 

دا اوس هم د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا او روسیه ولې د سولې په پروسه کې د دومره دلچسپي لري روښانه ده،چې خپلې راتلونکي نسلي ګټې  مد نظر نیسي هېڅ هېواد ته ددې لپاره زموږ سره نه دی ولاړ،چې افغانان په ارامه وي بلکې هریو یې د متقابلو ګټو په لټه کې دی. 

اوسنی نظام له څه ویره لري!؟  

افغان حکومت په نېږدې راتلوونکي کې سترې مهمې پروسې په وړاندې لري لومړۍ مسائله داده،چې که احیاناً طالب سره د سولې توافق ته ورسیږي په نظام کې د مدغم کېدو او ګډون لپاره باید د ډیموکراسۍ د اصولو په اساس اشتراک وکړي نه دا،چې امریکا سره د یوه توافق په اساس  چې هر ډول وي د نظام یوه برخه شي بله دا ویره لري چې خدای مه کړه امریکا د خپلو سیاستونو لپاره دا ډله په زور په موږ را تاوان نه کړي. 

لکه څرنګه،چې د خلیلزاد او طالب مشرانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې ګرمې شوې او په هغه وخت کې ملي یوالي حکومت یو ډول منزوي شو همغه وه،چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تند غبرګون وښود.

په کور دننه فعلاً سولې په وړاندې یوه کلي اجماع نه ده  ایجاد شوي هغه تناقضات چې په وروستیو کې د سولې په وړاندې موجود دي باید یو واحد ادرس ته جذب او راجع شي. 

حکومت په وروستیو کې یو ډول منزوي شو همغه وه چې په بیړه یې لویه جرګه راوبلله او نړیوالو ته یې ښکاره کړه چې ګواکې ولس له مو سره ده او ولس اوس هم په زموږ د نظام له مېکنانیزمونو تر شا دی. 

225 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
cb965daf-f53c-daa7-0a4c-b8c246d106ed
response_body:
{"id":"147925cd-1655-4006-9966-31ac6f264060","recipients":656,"external_id":"cb965daf-f53c-daa7-0a4c-b8c246d106ed","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
656
notification_id:
147925cd-1655-4006-9966-31ac6f264060

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2