Categories

اعلان

Loading…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده.

تاند ته رسېدلیو انځورونو کې ښکارې چې طالبانو د بغلان دهنه غوري سیمه کې تر خپلې ولکې لاندې یو بازار کې په سپینو ټوکرانو د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي لیکلې او جنګیالي یې په موټرسایکلونو له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې دي.

 په بغلان کې امنیتي چارواکو هم تایید کړې چې د دغه ولایت ځینو سیمو کې طالبانو د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده.

بلخوا تاند ته د یو طالب قومندان وینا هم رسېدلې چې نوموړی په کې خلکو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ورکوي او وايي چې د افغان ځواکونو پر وړاندې به یې جګړه روانه وي.

1,309 total views, no views today

1 comment

  1. moeen khan ahmadzai Reply

    عجیبه منطق او خبره ده چی دوی دا ورځ لمانځی ولی بیرغ یی سپین خور کړی نو دوی چی ازادی ورته دری رنګه بیرغ والاؤ تر لاسه کړی.. هغه د چا خبره وایی توره دی لالا کوی او مړي د عبدالله وهی…داسی لمانځل هیڅ ښه نه ښایی دوی سره

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2