Categories

اعلان

Loading…

په ارواپوهنه کې د ‍(شکراېستلو) بحث  او ګټې | ساحل منګل 

انسان ته الله ج د خپل  ژوند د تيرولو لپاره زيات مادي او معنوي امکانات ورکړي، چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې ترې ګټه واخلي.دغه امکانات بې شمېره دي، چې ځينې يې ښکاره او ځېنې يې پټ دي، چې بايد کار پرې وشي.

په دې ورستيو کې د ارواپوهنې په  بحثونو کې چې د انسان د پرمختګ او ښه  ژوند په اړه روان دي يو يې هم د (شکراېستلو) مسله ده. په اسلامي ارشاداتو کې د شکر اېستلو په برخه کې زيات تاکيد شوی او عامه اصطلاح هم داده چې  بنده بايد په هر حال شکر وباسي. لکه څنګه چې په قران کريم کې الله ج فرمايلي دي (لَئِنْ شَکرْتُمْ لَاَزیدَنَّکمْ)

 ژباړه :که تاسو شکر وباسﺉ، نو پر تاسو به لازياتې پېرزوينې وکړم

ارواپوهان د شکر اېستلو مسلې ته له دينې اړخه نه ګوري  بلکې ددوی خپلې تجربې دي چې څنګه يو انسان د شکر اېستلو له  لارې پرمختګ کوي او کوم شيان نور لاس ته راوړلی شي. په دې ورستيو کې ارواپوهانو په دې موضوع باند‎ې زيات کار کړی او له  تجربو وروسته يې ورباندې زيات کتابونه او مقالې هم ليکلې دي. 

ارواپوهنه  هم د اسلامي ارشاداتو ته  ورته خبره کوي او وايي، چې کله انسان په  يو څه شکر وباسي نو هغه څه ورته څو چنده زيات  بيرته ورکول کيږي .دوی وايي چې شکر اېستل د انسان په نعمتونو باندې داسې مثبت اثر کوي لکه  يو وياله چې ډير وخت له ډبرو او چټليو ډکه وي او کله چې له دې چټليو پاکه شي پاکې اوبه پکې په  تيزۍ سره پکې جريان پيداکوي. شکر ايستل هم انسانانو ته د نعمتونو د ورتګ لارې پاکوي او يو په څو چنده يې انسان ته  ورکوي.

زمونږ او ستاسو په  ټولنه کې د شکر اېستلو ټکی کم  ليدل کيږي او هغه څوک چې دغه ټکی کاروي په  ډيرو محدودو ځايونو کې . لکه : د ډوډۍ په وخت کې، د سالم  مصروفيت او يا نور. خو ارواپوهان وايي چې شکر ايستل بايد د ژوند په  ټولو مسايلو کې زيات او عام شي. دوی سپارښتنه کوي، چې نه يوازې د ډوډۍ بلکې د ژوند په  مهمو اړخونو کې شکر واېستل شي.

په لاندې سپارښتنو کې چې بايد يوه مياشت يې يو کس ترسره کړي څينې لارښوونې په ګوته شوې دي. په دې کار سره د انسان خوداګاه ضمير د شکر اېستلو په  جمله خروبيږي او د ډير وخت لپاره په مغزو کې هم پاته کيږي .

دغه سپارښتنه په دې ډول ده، چې له  لاندې جملو څخه چې ټولې دېرش جملې کيږي هره ورځ يوه يوه وکاروئ. هره جمله د ورځې لس ځله په يوه کاغذ وليکئ. جمله داسې نه چې قلم او کاغذ راواخلی او په يوه وار يې وليکی، بلکې دغه جمله  له سهاره تر ماښامه په بېلابېلو وختونوکې وليکلئ. لکه دوه ځله سهار- دوه ځله غرمه – دوه ځله ماسپيښين ـ دوه ځله مازديګر- دوه ځله ماخستن .

لومړی ورځ: زه په خپل روغ بدن شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

دوهمه ورځ: زه په خپل کاروبار شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

دريمه ورځ: زه په خپله سالمه کورنۍ شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

څلورمه ورځ: زه په خپلو دوستانو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

پنځمه ورځ: زه په خپلو اولادونو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

شپږمه ورځ: زه په خپلو سالمو جنسي اړيکو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

اوومه ورځ: زه په خپل کړي تعليم شکر باسم:  شکر – شکر– شکر

اتمه ورځ: زه په خپل استعداد شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

نهمه ورځ: زه په خپلو اړيکو چې له خلکو سره يې لرم شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

لسمه ورځ:  زه په سالم خوراک څښاک شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

يولسمه ورځ: هغه فرصتونه چې مخ ته راروان دي پر هغو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

دولسمه ورځ: هغه پيسې چې په تېر کې مې ګټلې پر هغو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

ديارلسمه ورځ: هغه اعتبار چې په ټولنه کې يې لرم پر هغې شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

څوارلسمه ورځ: زه په خپلو ښو ګاونډيانو شکر باسم. شکر – شکر-شکر

پنځلسمه ورځ: زه د خپل مور و پلار په  ژوند شکر باسم. شکر – شکر-شکر

شپاړسمه ورځ: زه په  خپل باور او اعتماد شکر باسم. شکر – شکر-شکر

اوولسمه ورځ:زه په خپلو ښو ملګرو باندې شکر باسم. شکر – شکر-شکر

اتلسمه ورځ: زه په خپلو اخلاقو شکر باسم. شکر – شکر-شکر

نولسمه ورځ: زه په خپل جرت شکر باسم. شکر – شکر-شکر

شلمه ورځ: زه د خپل نفس په پاکوالي شکر باسم. شکر – شکر-شکر

يوويشتمه ورځ: زه په خپل موټر شکر باسم. شکر – شکر-شکر

دوه ويشتمه ورځ:زه په خپل مبايل شکر باسم. شکر – شکر-شکر

درويشتمه ورځ: زه په خپل کمپيوټر شکر باسم. شکر – شکر-شکر

څلور ويشتمه ورځ: زه په خپل کتابتون شکر باسم. شکر – شکر-شکر

پنځه ويشتمه ورځ: زه په انټرنټ شکر باسم  چې ګټور مالومات راکوي. شکر – شکر-شکر

شپږ وپشتمه ورځ: زه له خلکو سره په سالمه راشه درشه شکر باسم. شکر – شکر-شکر

اوه ويشتمه ورځ:زه په خپل دفتر(کار ځای) شکر باسم. شکر – شکر-شکر

اته ويشتمه ورځ: زه په خپل کور شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

نهه ويشتمه ورځ: زه په خپل سالم چاپيريال شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

ديرشمه ورځ: زه په خپلو وړتياو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر

يادونه: دغه پورته جملې حتمي ندي چې کټ مټ يې وليکئ. تاسو کولای شئ، چې خپل ژوند او امکاناتو ته په کتو يې خپله ځان ته جوړې کړئ.که چيرې مو يوه مياشت دغه تمرين عملي کړ نو وبه ګورئ، چې په ژوند کې مو د هر ډول نعمتونو او امکاناتو څومره پريماني راځي.

285 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
d7fdcacb-cbb9-70d5-dbd7-8e312366526d
response_body:
{"id":"365bd4f0-97e1-41ed-9f74-8c76fffe5676","recipients":656,"external_id":"d7fdcacb-cbb9-70d5-dbd7-8e312366526d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
656
notification_id:
365bd4f0-97e1-41ed-9f74-8c76fffe5676

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2