Categories

اعلان

Loading…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر دوبۍ هوټل کې پر واده د ځانمرګي برید د ۶۳ قربانیانو او ۱۸۳ ټپيانو په ماتم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډول شو.

سرچینه وايي، ولسمشر د اسد د ۲۸مې لپاره جلال اباد ته تلونکی او د غازي امان الله خان پر مزار یې د ګلو ګېډۍ ایښودله، خو د دارالامان ماڼۍ پرانیسته هم سباته په شاندارو مراسمو کېدله، خو د بیګانۍ پېښې له کبله چې ترهګریز برید کې ۶۳ ملکیان ووژل شول او ۱۸۳ نور ټپيان شول، ولسمشر ټولو اړوندو دولتي ادارو ته امر کړی چې خپله توجه د پېښې د قربانیانو کورنیو او د ټپيانو پالنې ته واړوي.

سرچینې زیاته کړې ده چې د جشن مراسم به یوازې په دولتي کچه وځنډول شي، په داسې حال کې چې د سبانۍ دوشنبې ورځې رخصتي به پر خپل ځای وي او ولس هم کولی شي د دغې ورځې نمانځنه وکړي.

د کابل شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو د یکشنبې د شپې د ځانمرګي برید په تړاو چې لوی شمېر ملکیانو ته یې تلفات واړول، ظاهرا پړه داعش ډلې واخیسته او ویې ویلی چې دا برید عاصم  الباکستاني کړی خو ولسمشر غني ویلي، طالبان د دې برید د پړې په نه اخیستلو له مسوولیته نه شي خلاصېدای، بلکې طالبان دي چې افغانستان کې یې ترهګرۍ ته زمینه برابره کړې ده.

دې برید کې د یوې کورنۍ ۱۴ کسان ووژل شول، زوم یې ژوندی پاتې شوی چې وايي، ټوله کورنۍ يې په کې له منځه تللې ده.

شنونکي وايي، استخباراتي کړیو دا برید د خپلواکۍ د جشن د کمرنګه کولو او غني سره د ولسي مخالفت د زیاتولو لپاره شوی دی.

استخباراتي کارپوهان په دې برید کې د هغو سیاسي کړیو لاس هم نه ردوي چې غواړي د هزاره ګانو د رایو په بانکونو له نورو سره معامله وکړي او غني راتلونکو ټاکنو کې د هزاره ګانو له سخت نفرت  سره مخ کړي.

شنونکي وايي، دا هغه کړۍ دي چې له طالبانو سره یې د فاطمیون لښکر په بدل کې ډالري معاملې کړې دي.

874 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2