Categories

اعلان

Loading…

پوهنې وزارت: ناامنه سیمو کې کمېسیون ته ښوونځي نه پرېږدو چې ټاکنې په کې وکړي

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره پوهنې وزارت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته خبرداری ورکړی چې د رایو مرکزونو په توګه د ښوونځیو د کارونې په طرحه دې بیا غور وکړي، ځکه دوی نه شي کولی ناامنه سیمو کې د ټاکنو په ورځ دوی ته د ښوونځیو ودانۍ وسپاري.

 د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، تېر ځل هم هر وار ټاکنو کې له دې کبله چې کمېسیون د دوی ښوونځي د ټاکنو په ورځ کارولي دي، د امنیتي ګواښونو له کبله دوی ته لوی مالي تاوانونه اوښتي دي: (( همدا تېر کال پارلماني ټاکنو کې چې کمېسیون زموږ ښوونځي وکارول، نو ۴۳ میلیونه افغانۍ تاوان یې پوهنې وزارت ته ورسېده.))

نوموړې وايي، له دې وروسته پوهنې وزارت نه شي کولی چې په زیاتو ناامنه سیمو کې د ټاکنو د ورځې لپاره خپل ښوونځي د ټاکنو کمېسیون په اختیار کې ورکړي: (( کمېسیون لپاره به ښه خبره دا وي چې دا وار ټاکنو لپاره د ښوونځیو پر ځای نور ځایونه د رایو د مرکزونو په توګه وکاروي، یا غور ورباندې وکړي.))

که څه هم د پوهنې وزارت وايي، د ټاکنو د مرکزونو په توګه د ښوونځیو د کارونې د بدیل موندنې طرحه یې یو کال وړاندې کمېسیون ته سپارلې ده، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، د رایو د مرکزونو په توګه د ښوونځیو د نه کارونې او بدیل لارو د موندنې په اړه اوس د غور کولو وخت تېر شوی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وايي، د ټاکنو د مرکزونو امنیت ټینګول د امنیتي بنسټونو کار دی او دوی مجبور دي چې د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د ټاکنو په ورځ عام المنفعه ځایونه وکاروي: (( د میزان د شپږمې په ټاکنو کې به زموږ ټول د رایو مرکزونه  په ښوونځیو کې وي، ځکه دا برنامه همداسې تنظیم شوې ده.))

 دا په داسې حال کې ده چې تېرو پارلماني ټاکنو کې کمېسیون د هېواد سلګونه ښوونځي کارولي وو او نږدې ۲۰ زره ښوونکي یې هم ځان سره د لنډمهال د کارمندانو په توګه ونیول چې د ټاکنو د یوې ورځې معاش یې لا هم نه دی ورکړی.

ټاکل شوې چې د میزان په ۶مه ۹ میلیونه ۶۴۵زره او ۲۸۳ هېوادوال د ټاکنو د ۵ زره ۳۸۸ مرکزونو له لارې خپل راتلونکی زعیم وټاکي.

مسوولان وایي، دا وار به هم ټاکنو کې د رایې اچونې لویه برخه مرکزونه په ښوونځیو او جوماتونو کې جوړ شي.

245 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2