Categories

اعلان

Loading…

سهېل شاهین: ډاډه یوو چې رښتینې خپلواکۍ ته اوس رسېږو

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، لا تر اوسه له امریکايي پلاوي سره د سولې د تړون وخت او ځای نه دی مشخص شوی.

 شاهین ویلي، لا تر اوسه په دې تړاو هر څه روښانه نه دي، بلکې کله چې د هوکړې پر ټولو جزیاتو توافق ته دواړه لوري ورسېدل، نو د لاسلیک وخت او ځای به یې هم اعلان شي.

 نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: (( موږ ډاډه یوو چې په افغانستان کې یو وار بیا په واقعي معنا خپلواکي راشي چې ټول هېوادوال به پرې وویاړي.))

 نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې سبا دوشنه په ټول هېواد کې د افغانستان د اماني خپلواکۍ سلمه کلیزه په پوره جوش او خروش نمانځل کېږي.

تاریخپوهان امان الله خان د سیاسي، اقتصادي او هر اړخیزې خپلواکۍ سالار بولي، حال دا چې د طالبانو په اړه شنونکي کره اسناد وړاندې کوي چې دا ډله تل د پاکستان تر انحصار لاندې وه او اوس یې امریکایانو ته ویلي واک راکړئ هر څه ته تیار یوو.

829 total views, 1 views today

3 comments

  1. احمد Reply

    د خدای په قهر او غضب اخته شئ چې هره ورخ ستاسو لعنتیانو له لاسه افغانان په وینه لمبیږي او تاسو د خپلواکی چیغې وهئ. د نه سړي زامنو ستاسو خپلواکي خو د پاکستاني جنرالانو په لاس کې ده چی تیره میاشت عمران خان او قمر جاوید باجوه په واشنګټن کی له ټرمپ سره څه تړونونه وکړل د هغو په مقابل کې یی د سپيانو په څیر خرڅ کړئ. کاش چی تاسو شرم درلودلی او د ملا ضعیف د پرتوګ ایستلو چی پنجابیانو تری ایستلی وو او د ملا عبیدالله د وژلو او د معتصم اغاجان د ویشتلو نه مو عبرت اخیستی وای او بیا مو ځانونه د پنجابیانو له انحصار نه خلاص کړي وای.‌ د سپي زامنو تاسو خو افغانان او افغانستان د پنجابیانو په مخکې د باد بڼکه کړ، هر څه چې درته هغوی وایي هغه شی کوئ. د مدرسو کونیانو تر پرون پوری مو ویل چی د افغانستان حکومت سره خبری نه کوئ خو په واشنګټن کې پاکستان ته د امتیازاتو له منظوریدلو نه وروسته یې بیا د سپيانو په څیر درته پړي غاړو کې واچول او بیا یې خرڅ کړئ چې ورشئ غول وخورئ او خبرې وکړئ. توف لعنت شه او په تاسو شه په دغې مبارزې چې تاسو یې کوئ او دغې خپلواکۍ چې تاسو یې ادعا کوئ.

  2. غلام حضرت Reply

    سهیل شاهین د یو انسان پتوګه د درناوی وړ دی خو د افغان پتوګه د نوموړی هویت تر سختی پوښتنی لاندی دی
    داسی ښکاری چی دا کس په اصل کی د پاکستان د استخباراتی شبکی یو فعال او خطرناک غړی وی
    د غوا او شامپو تر منځ هیڅ اړیکه نسته او نه غوا د شامپو په ارزښت پوهیږی
    همدارنګه طالب خو اصلاً د خپلواکی په ارزښت نه پوهیږی ټول وجود ئی انګریز یرغمل کړی دی

  3. babrak Reply

    سهیل ټپوسخانه!ا ایا د ازدۍ په ورځ کنړ ته ستاسی د بادار پاکستان د راکټونو په هکله خو هم څه ووایه!ا
    په داسی وخت مسلم پاکستان او کافره امریکا مونږ ته یو دی!ا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2