Categories

اعلان

Loading…

افغانستان کې د چرګانو پر ۱۰ زره فارمونو یو میلیارد ډالر پانګونه شوې

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه وايي، تر دې دمه په ټول افغانستان کې د چرګانو د پالنې پر ۱۰ زره لویو- وړو فارمونو له یو ملیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.

 د ټولنې مسوولان وايي، دا مهال افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه خپله ۸۰ سلنه اړتیا په کور دننه پوره کوي.

خو د چرګانو فارم لرونکو ټولنې مشر معروف ظفر وايي، له بهر څخه هېواد ته د زړو چرګانو د غوښې او هګیو قاچاق لا هم په دې برخه کې د پانګونې د زیاتولو پر وړاندې لوی خنډونه دي او باید مخه یې ونیول شي.

بلخوا د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دمګړۍ افغانستان ۲۹۰ زره ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لري چې ۲۱۹ زره ټنه یې د افغانستان له کورنیو فارمونو ترلاسه کېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې لا هم هېواد ته د ایراني او پاکستاني چرګانو د غوښې واردات بند شوي نه دي.

د فارم لرونکو په وینا، افغانستان ته دا مهال د چرګانو وارد شوې ټولې غوښې  او هګۍ له ګمرک څخه پټې واردېږي چې کیفیت یې هم خورا خراب وي.

602 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸