Categories

اعلان

Loading…

کچلاغ کې د طالبانو منځ کې چاودنې د ملا هبت الله ورور وژلی، پوځ سیمه محاصره کړې

تاند، جمعه، د اسد ۲۵ مه: د ډیورنډ له فرضي کرښې اخوا د کچلاغ وزیر اباد کې د افغان طالبانو پر یوه مدرسه ځانمرګي برید کې د ملا هبت الله د ورور او اتو نورو طالب مشرانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

تاند ته رسېدلي معلومات ښيي چې په وزیر اباد کلي کې د طالبانو یوه مدرسه او جومات کې دا پېښه دځانمرګي برید له کبله شوې ده چې په ترڅ کې یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور او ګڼ طالب چارواکي وژل شوي دي.

دا هغه مدرسه او جومات دی چې پخپله ملا هبت الله په کې ډېره موده امامت او د تدریس چارې مخته وړلې، مګر د طالبانو مشرۍ ته له رسېدو وروسته له دغه ځای څخه پخپله تري تم شو او اوس یې ماتحتانو غونډې او چارې تنظیمولې.

پاکستاني رسنیو تر دې دمه پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسانو د وژل کېدو او یو درجن څخه د زیاتو نورو ټپي کېدو خبر ورکړی دی، خو تاند ته رسېدلي معلومات ښيي چې د طالبانو مهم کسان عزت الله، حاجي مراد، محمد قسیم، قدرت الله (هویت یې معلوم نه دی چې ایا طالب دی که نه دی؟) حاجي حکمت، حاجي ندا، وحید الله، حاجي اکبر اغا، عبدالجبار، عبدالحکیم، اغامحمد، محمد صدیق، عبدالرحمن، عزت الله، حیات الله، عبدالدهیان، رحیم الدین، سعدالدین، حاجي غلام سرور، رحمت الله او عنایت الله د دغې پېښې ښکار شوي دي.

د کویټې د پولیسو مشر که څه هم وايي، پېښه د ځانمرګي برید له کبله نه بلکې تر ممبر لاندې د ځای پر ځای شوي ریموټ کنټرول ماین له کبله شوې ده، خو تاییدوي چې سیمې ته د دوی پر ځای پاکستاني پوځيان ور رسېدلي دي.

نوموړی وايي، د طالبانو په دغه جومات کې له چاودنې وروسته چې شاوخوا دوه سوه کسان د جمعې لمانځه ته په کې راټول شوي وو، چې اوس پولیس او عام خلک نه ورپرېښودل کېږي، بلکې پوځ سیمې ته رسېدلی او ټپیان یې پوځي روغتونونو ته رسول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د مذاکراتو په تړاو د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو راپورونه زیات شوي او له څه مودې راهیسې نه یوازې هرات کې ۵۰ طالبان خپلمنځي جګړو کې وژل شوي بلکې راپورونه وايي، دغو اختلافاتو د طالبانو د دفاع وزیر ژوند هم واخیست.

داسې هم ویل کېږي چې د امریکا، پاکستان او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو کامیابولو لپاره پر دې هوکړه شوې چې د سولې مخالف طالب مشران او د اختلافاتو راپورته کوونکي، له منځه یوړل شي.

شنونکي په دغه برید کې نېغ په نېغه د پاکستان لاس بولي.

1,484 total views, 1 views today

1 comment

  1. babrak Reply

    ملا نصرالدین چې د سیمی د بازار په اخر کې د خیاطۍ دکان درلود او د کلی د هدیری ته به له همدی دروازی جنازی وړل کیدلی ویې غوښتل چې د خپلی سیمی دکلنۍ مړیني شمیره معلومه کړې نو دد دی کار د پاره یې ځان سره نږدې یو منګی کښیښود او هری جنازی د تیریدو په وخت به یې یوه تیږه منګي ته ور اچوله. یوه ورځ ملا په ځپله مړشو. څو ورځې وروسته یې یو د وستدکان ته راغی او د ملا پوښتنه یې وکړه چې څه شو؟! شاګرد یې ورته وویل:
    ملاصاحب منګی ته غورځيد!ا
    لنډه دا چې د هبت الله د مور بل زوی په هغه لار ولاړ چې نور به یې لیږل
    کاڼي مه ګوزاروه د بل چا کورته
    کنډې کاڼي به ستا ګور ته هم ګوزار شي
    رحمان بابا
    دا ټول د خدای عدالت وو چی ورسره وشو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2