Categories

اعلان

Loading…

سږ کال مخابراتو وزارت تر ټولو کمه پراختیايي بودیجه مصرف کړې

تاند، سه شنبه د اسد ۲۲مه: مالیې وزارت وايي، د روان مالي کال په لومړیو ۷ میاشتو کې دولت خپله ۴۶ سلنه پراختیايي بودیجه په مصرف رسولې ده.

یاد وزارت وايي، څه هم دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ۵ نه تر ۷ سلنې پورې زیاتوالی ښيي خو ځینې داسې دولتي ادارې هم شته چې تر اوسه یې خپله ۱۰ سلنه بودیجه هم نه ده لګولې.

تر ټولو زیاته بودیجه تر دې دمه د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې لګولې، خو مخابراتو وزارت بیا د ۶ اعشاریه ۴ سلنه پراختیايي بودیجې په مصرفولو تر ټولو اخري مقام کې ولاړ دولتي ارګان دی.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، هغو وزارتونو چې خپله بودیجه یې کمه مصرف کړې ده د کال نیمايي کې یې زیاتې پروژې تنقیص شوې دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د ځینو ادارو د پروژو له تنقیص سربېره هم د کال د دویمې نیمايي بودیجه ۳ میلیارده افغانۍ زیاته شوې ده.

د کال د دویمې نیمايي بودیجه ۴۲۴ ملیارده افغانۍ سنجول شوې چې له منځه یې ۱۲۷ ملیارده پراختیايي او ۲۹۷ ملیارده افغانۍ یې عادي بودیجه ده.

596 total views, no views today

1 comment

  1. رحیل کابل Reply

    دلایل مصرف نکردن بودجه انکشافی مخابرات
    اول : در این اداره موجودیت مامورین کهن سال و مغرض هر کدام از زن شروع الی داماد خویش را
    در مربوطات این وزارت استخدام نموده که به حلقه معافیای مبدل شدند و مانع تمام پیشرفت ها هستند .
    دوم: الی اکنون موجودیت همان روسای بیسواد که از ۱۵ سال قبل توسط وکیل ها مقرر گردیده اند و دارای چندین شرکت ها نیز هستند هیچ تمایل به نو آوری و پیشرفت نیستند
    سوم: ترس از مفتشین مفسدی که هیچ کسی علاقمند به همکاری در عرصه مصرف بودجه انکشافی نیستند
    چهارم: کارمندان مطلق بیسواد تدارکات که حتی یک خریداری کوچک را در شش ماه هم نمیتوانند طی مراحل نمایند
    پنجم: وزرای بی کفایت مخصوصآ وزیر فعلی که تا به حال یک پیشنهاد را امضا نکرده همچنان برخورد سلیقوی شان باعث توقف کار در این وزارت شده است ناگفته نباید گذاشت هیچ کس آماده خدمت نیست!
    رحیل کابل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸