Categories

اعلان

Loading…

لومړۍ جوپه حاجیان به د جمعې په ورځ هېواد ته راستانه شي

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: د حج و اوقافو وزارت وايي، د راتلونکې جمعې له ورځې به افغانستان ته حاجیانو د راستنېدلو بهیر پیل شي.

د دې وزارت ویاند ناصرالدین دریځ وايي، ټاکل شوې چې د اسد په ۲۵مه د ۳۰ زره افغان حاجیانو له ډلې لومړۍ جوپه هېواد ته راستنه شي.

د دریځ په خبره د افغان حاجیانو د راستنېدلو بهیر به ۲۵ ورځې ونیسي، په داسې حال کې چې پخوا به هر کال د دوی په راستنېدلو ۳۵ ورځې وتلې مګر اوس دا بهیر رالنډ شوی دی.

سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته تللي وو چې ټول ټال مصرف یې ۸۳ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

وزارت که څه هم دا وار د حج ټکټ راکم کړی و خو ګڼو حاجیانو رسنیو ته په استولیو تصویرونو کې له افغان حکومت شکایت کړی دی چې د حج لپاره یې لازمې اسانتیاوې، ښوونکي او خواړه نه وو ورته برابر کړي.

274 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2