Categories

اعلان

Loading…

ناټو روزونکو افغان هوايي ځواکونو ته قصدا دقیقه روزنه نه ده ورکړې

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: د ملټري ټایمز د تازه راپور په اساس ناټو افغان هوايي ځواکونو ته د عملیاتو همغږي کولو او تاکتیکي برخو کې د روزنې په ورکړه کې تېروتنې کړې دي.

ملټري ټایمز دا راپور د پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت د عمومي پلټنو د مرکز د اسنادو په حواله ورکړی او ویلي یې دي چې ناټو ځواکونه د همغږۍ او تاکتیکي برخو کې د افغان ځواکونو په ظرفیت لوړونه کې پاتې راغلي دي.

پنټاګون ویلي، د هوايي بریدونو برخه کې د لازمې همغږۍ نه شتون د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو خطر څو چند کړی دی.

راپور کې د پنټاګون د اسنادو په حواله راغلي چې د هوايي ځواکونو د افسرانو لپاره د دقیقو روزنیزو پروګرامونو نشتوالي دا ګواښ زیات کړی چې افغان هوايي ځواکونه غیر مسلکي عمل وکړي او د هوايي عملیاتو پر مهال زیات ملکي تلفات واړوي.

راپور وايي، د ناټو روزونکو قصدا نه دي غوښتي چې د افغان هوايي ځواکونو همغږي کوونکو افسرانو ته تاکتیکي روزنې او مشورې ورکړي.

دفاع وزارت د دې راپور په تړاو لا څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو راپورونه زیات شوي دي.

1,410 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸