Categories

اعلان

Loading…

جنرال میلر وايي، ځواکونو ته یې د عملیاتو د درولو امر نه دی شوی

تاند- په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان نن (سې شنبه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دوی په عملیاتو کې هیڅ راز محدودیت نه دی راغلی.

جنرال سکاټ میلر په دې بیان کې هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي وو چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته امر شوی چې د طالبانو پر ضد عملیات ودروي.

تېره شپه امریکايي مجلې نیوزویک د خپل هیواد د دفاع وزارت د بې نومو چارواکو په قول وویل چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته امر شوی چې د طالبانو پرضد تقریباً ټول عملیات ودروي او افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو ته سلامشوره هم تم کړي.

خو جنرال میلر وايي چې دا راپور حقیقت نه لري او د دوی په عملیاتي چارو کې هیڅ راز بدلون نه دی راغلی.

ده همداراز ویلي، دا خبر د اوازو پر اساس خپور شوی او دوی ته هیچا نه دي ویلي چې یا عملیات ودروي یا یې محدود کړي.

نیوزویک د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په قول همداراز وايي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت غواړي چې له افغانستانه په لومړي ګام کې نژدې نیمايي پوځیان (۶۰۰۰) وباسي.

د نیوزویک پر اساس له افغانستانه د ایستل کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه کېدای شي په پرېکړه کې بدلون راشي ځکه چې د افغانستان روانې جګړې او د دې جګړې د پای ته رسېدا لپاره د سولې خبرو ته په کتو پرېکړه کېږي.

تر دې پخوا واشنګټن پوست او نورو امریکايي رسنیو د خپلو باوري سرچینو په قول ویلي وو چې امریکا به د ۸ زره او ۹ زره ترمنځ ځواکونه له افغانستانه وباسي.

849 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸