Categories

اعلان

Loading…

سورصلیب: د سولې خبرو تاوتریخوالی هیڅ راکم کړی نه دی

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د سولې خبرو اترو لا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی او ملکي تلفات نه دي راکم کړي.

په افغانستان کې د سور صلیب مشر خواند پدرو سکارر وايي، د لوی اختر په مناسبت د ښکیلو لوریو لخوا د ملکیانو د خوندیتوب لپاره کافي تدابیر نه وو نیول شوي.

نوموړي پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې د ملکیانو، ملکي ځایونو، روغتیايي مرکزونو او روغتیايي کارمندانو د خوندیتوب لپاره لا زیات اقدامات واخلي.

په دې تړاو د سره صلیب اعلامیه کې راغلي، هوايي بریدونه او شپني عملیات د معلولینو، ښځو او هغو ماشومانو د مړینې سبب ګرځي چې جګړه کې هیڅ رول نه لري.

دغه نړیوال بنسټ ویلي، پر روغتیايي کارمندانو او مرکزونو د بریدونو زیاتوالي اندېښنه ور اچولې ځکه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر روغتیايي کارمندانو او مرکزونو ۵۹ بریدونه شوي دي.

سور صلیب ښکېلو غاړو سره د جنګي بندیانو وضعیت ته هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دغه بندیان باید روغتیا، لباس او کورنیو سره د تماس له اسانتیاو برخمن وي.

سور صلیب په داسې حال کې د سولې د خبرو د نه اغېز خبر ورکړی چې همدا دوشنبه په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د مذاکراتو اتم پړاو پای ته ورسېد.

که څه هم دغو خبرو کې د پرمختګ څرک ونه لیدل شو، خو تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد د اسد په ۱۴مه ویلي وو چې ډېر لوی پرمختګونه شوي دي.

661 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸