Categories

اعلان

Loading…

 څلویښت کاله وشول دلته اختر ندی راغلی| نګین کرګر

نن می ‌‌‌‌‌‌ډیرې پوښتنې په ذهن کې ګرځې، خو د کفر د ټاپې له ‌‌‌‌‌‌ډاره یې د لیکلو جرأت نشم کولي. هسي هم را ته تل خلک دا وایې چې کنجکاوي دې مرض دی.

ومې لیدل چې ‌‌‌‌‌‌ډیر افغانان له جنګ څخه ستومانه دي او د عرفاتو په میدان کې سولې ته دعا کوي، د غریب د اولاد په حال اوښکې تویوي، خو د دعا ‌‌‌‌‌‌ډیره برخه یې د شیهدانو د مغفرت او د ځان د ګناه بښلو په اړه وه، دا راته جوته شوه چې تر ژوندیو  مړي موږ ته ‌‌‌‌‌‌ډیر اهمیت لري نو د خلکو په قول موږ هماغه شهید پرور ملت یو.

په مکتب کې مې دا شعر درسې نصاب کې و:

دل بدست اور که حج اکبر است

از هزاران کعبه یک دل بهتر است

نو دوی چې په مکه کې د غریب په حال ژاړي او ننواتې کوي ولې ورسره مرسته نکوي چې دومره لګښت باندی حج ته ځي؟ ما خو لوستي دي چې حج هم خپل شرایط لري، زه فکر کوم په موږ افغانانو لا حج فرض نه دی ځکه هلته چې څلور لسیزې اختر نه وي راغلی نو حج او قرباني هم ریا کاري ده.

هلته چې ماشومان ټول کال د انسانانو غوښې ګورې او د پسه د غوښې اخیستلو توان نلري، اختر نه راځي.

هلته چې انسانان لا قربانې کیږي نو د پسه حلالولو ته حاجت څه دی.

اوریدلې مې دي چې د یوې مور زوې ‌‌‌‌‌‌ډیره موده ورک و، مورته یې کورته چا سي ‌‌‌‌‌‌ډي راوړه چې واخله د زوی ویډیو دې په دې کې ده، مور په خوشالۍ سره دا ویډیو ګوري، او ویني چې زوی یې ورته چړه په ستوني حلالولې او الله اکبر پرې وایي، د هغه مور اوس هم له ستونې نه وینې راځې چې د خپل زوی حلالول یې ولیدل، خدای خو اسماعیل (ع ). وژغوره خو بنده ګانو یې د دې مورکۍ زوی حلال کړ….

اختر مبارک دی، خو که موږ جنت او حورې غواړو نو د کعبې د طواف وخت لا زموږ نه دی راغلي اوس د غریب د حاجت پوره کول په موږ فرض عین دې. خو چې تکراري فریادونه نه اورو د مور له ستونې څخه د وینو کانګې نه وینو، د پلار بیوسي نه وینو، د بیلاسو بی پښو سرتیرې بیوسه میرمن او ماشومان نه وینو، د باروتو په اور سوځیدلې سترګې او د ماین د انفجار کاڼه غوږونه نه وینو او که وینو یې نو ورسره عادت یو ، مونږ هم ړانده یو او کاڼه او هم او هم نغواړو پوه شو، مونږ ته د حج او کعبی طواف خوند راکوې او بیا د حاجی په اوریدو سره من من غوښې اخلو.

په نکریزو سره لاسونه، نوې جامې، او د پسه وینه تویول به هله په اجرونو او ثوابونو کې حساب شې چې زمونږ د وطن کاڼې او بوټو نه مرغۍ په‌‌‌‌‌‌ډآر سره وانه الوځې، د وطن هسک غرونه مو د سرتیرو په وینه ونه ساتل شې،ماشومان مو په لوبو کې د انتحاری تمثیل ونکړې، او میندو مو د خپل زلمې ځوی په وینو لت پت ټټر ونګوری.

كله چې رایادیږي چې د وطن هره مور خور میرمن د خپل یو زړه ته رانژدی کس لمړۍ اخترلمانځې که یې وس ولری، ‌‌‌‌‌‌او که وس نلرې نو ډیر کسان به حلوا هم نشې پخولی نو د هری لمانځنې د دود نه مې وجود په ریږدیدو شې،  دومره بیګناه انسانانو وینې توي شوې اختره بس دي دلته مه راځه ! دلته د وینی بوي دې .

935 total views, 6 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2