Categories

اعلان

Loading…

پیاژه؛ هغه ارواپوه، چې د ماشوم په اړوند یې ۴۰ کاله څېړنې وکړې

شرف الدین عظیمی

نن د اګیست ۹ نیټه ده دقیقاً هغه ورځ ده، چې د نړۍ مشهور ارواپوه ژان پياژه (Jean Piaget) نړۍ ته سترګې په کې غړولي، ژان پیاژه چې پوره نوم یې ژان ویلیام فریتز پیاژه دی سویسی ارواپوه وو، چې په ۱۸۹۶ز کال د سویس په لودیدیځ کې واقع نوشاتل نومي ښار کې زېږېدلی دی.

 هغه د کورنۍ لومړی بچی وو او پلار یې آرتور پیاژه په یوه سیمه یز پوهنتون کې د ادبیاتو د څانګې تدریس کاوو. پیاژه په ۱۱ کلنۍ کې، هغه مهال چې د ښوونځي زده کوونکی وو، د مرغۍ خبرې تر سرلیک لاندې مقاله ولیکله چې دا لیکنه یې د نورو مقالو د پیل سرلیک وکرځیده.

هغۀ له بیولوژي مضمون سره خورا  ژوره علاقه لرله او دا د دې لامل شو چې د هغه یو شمېر مقالې له ښوونځي تر فراغت وړاندې ولیکل شي، او  همدا هڅې وې چې له ۶۰ ډېر کتابونه او په سلګونو مقالې ولیکلي، له ښوونځي تر فراغت وروسته د نوشاتل پوهنتون د طبیعت پوهني پوهنځی کې په زده کړو بوخت شو. له همدې پوهنتون څخه یې خپله دوکتورا هم واخیسته، وروسته یې د ارواشننې(روانکاوۍ) لوستلو ته مخه کړه. پاریس ته ولاړ او  خپلې نظریې یې مطرح کړې، له څه مودې وروسته بېرته سویس ته ستون شو ،او په جینوا کې د روسو د انسټیټیوټ د مشر په توګه په کار بوخت شو. له فراغت وروسته د پیاژه لومړنی کار د آلفرد بینه په لابراتوار کې کار کول وو.

 پیاژه د کار په اوږدو کې له دې موضوع سره لېواله شو چې ولې ماشومان یوبل ته ورته تېروتنې سرته رسوي، او د لویانو په اړوند د هغوی استدلال څه ډول دی. هغه د خپلو اولادو په کتنه او څېړنه بوخت شو، پیاژه ماشوم یو پلوټونکي عالم پېژني چې، له ځانه بهر وسایلو او څېزونو او څېړنه بوخت دی تر څو هر څه وپېژني.

پياژه مخته لاړ او د نوشاتل پوهنتون کې د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او فلسفي استاد وو. وروسته بېرته جینوا ته ستون شو تر څو د فکري علومو استاد شي او ویې کولی شول تر څو یوه لسیزه هلته پاتې شي. پیاژه د ماشوم د خبرو کولو لپاره حیرانونکي لید لري هغه دې پوښتنې ته د ځواب په لټه کې دی،  چې ولې ماشوم خبرې کوي؟ یا ولې خلک آن د تنهایې پر مهال هم خبرې کوي؟ هغه دې پایلې ته ورسېد چې ماشومان د خبرو پر مهال له ځانګري شخص سره خبرې نه کوي، بلکې ماشوم په لوړ غږ سره فکر کوي. برسېره پر دې پیاژه وایي چې ولې ماشومان چورتونو وهي؟ او ولې د ماشوم په خبرو کې د (ولې) کلیمه ډېره کارول کیږي؟ هغه په دې باور وو چې له دې چې د ماشوم تحلیلی او قیاسي فکر وده نه ده کړې، نو ځکه دا وړتیا نه لري تر څو حقیقت او هغه څه چې حقیقت نه لري له یو بل څخه تشخیص کړي فکر کوي چې هر څه کېدل شوني دي او ځکه ماشومان د (ولې) کلیمه ډېره کاروي چې غواړي ستاسو له هوډ، نیت، حال او احواله خبر شي.

هغه د ماشومانو برخه کې پراخې څېړنې وکړې خو هېڅکله یې ځان د ماشومانو ارواپوه معرفي نه کړ. ځکه چې تل د ارواپوهنې په بېلابېلو څانګو کې د تجربو او پوهې په لټه کې وو او دا هغه څه وو چې خلاصون یې نه درلوده، په ټولو هڅو سره یې وکولی شول په ارواپوهنه کې ارزښتناک اثار پر ځای پرېږدي چې د هغو له ډلې څخه، «د ماشوم تصور» ،«د ماشوم اخلاقي قضاوت»،«دماشومانو د هوښ پیل ټکی»،«بیولوژی او پوهه»او «هوښیارتیا ته رسېدل» یادولی شو.

پياژه د ماشوم د ارواپوهنې د پلار حیثیت لري او نږدې څلویښت کاله یې د ماشوم په اړوند څېړنې وکړې او د ماشوم په برخه کې د پیاژه کړنې نه تکرارېدونکې دي.

377 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2