Categories

اعلان

Loading…

اتلس کاله جګړه د افغانستان که د کشمیر لپاره؟

محمد الیاس سعیدي

د قهر او غوسې پر مهال انسان د زړه خبره کوي. د کشمیر په اړه د پاکستان د مسلم لیک ن د مخکښ غړي شهباز شریف څرګندونې په افغانستان کې د طالب په نوم د روانې جګړې پټ مخ نور هم راڅرګند او روښانه کړ.

د طالب د جګړې شرعي مشروعیت د مکې د امام له فتوا نیولې د اسلامي هېوادونو شورا پورې ټولو ننګولی او تازه یې د استخباراتي اهدافو مخ هم ښه روښانه شو. نور نه څوک طالب د ملي ارزښتونو پالونکی بللی شي او نه طالب د افغان په نوم او چوکاټ کې خرڅولی شي.

د پاکستان له جوړېدو دغه هېواد د کشمیر پر سر له هند سره اختلاف لري او د کارګیل په څېر جګړو کې یې د خپل هېواد له مشروع قوې پر استفادې سربېره تل د غچ اخیستو لپاره غیر دولتي عناصر هم روزلي او پاللي دي.

د لشکر طیبه ډلې د پخواني او د جماعة الدعوه ډلې د اوسني مشر حافظ سعید او نورو تروریستي ډلو فعالیتونه له غیر دولتي عناصرو د استفادې یوه بېلګه ده، خو خبره دلته ده چې پاکستان د خپلو نیابتي جنګیالیو په وسیله څنګه د افغانستان ثبات د کشمیر له مسئلې سره تړلی دی؟ تر ټولو مهمه خو دا چې په تېرو اتلسو کلونو کې طالب ولې د پاکستان ددې هدف لپاره افغانستان لوټه، لوټه کړ؟ ولې یې زرګونه ملکیان په نښه کړل؟ او یوازې په تېرو پنځو کلونو کې یې له پنځوس زرو زیات افغان سرتېري قرباني کړل؟

د افغانستان حاکم زعامت ته په روان وضعیت کې دوه لوی او پېچلي مسؤولیتونه ور تر غاړې دي. لومړی؛ چې حاکم نظام د سولې په خبرو کې روغ وساتي او دویم، طالب هم د غلامۍ له پېچلې کړۍ را وباسي، ځکه هغوی چې ځان خرابوي، نور هم خرابوي او اوس افغان حکومت ته بله لار نه ده ورپاتې.

همدا اوس د سولې ټوله پروسه د هند او پاکستان د جنجالونو له وجې ولاړه ده، خو د طالب چونګ هم نه خېژي او باید ونه خېژي، ځکه د غلامۍ په پېچلې کړۍ کې ښکېل طالب به اوس څنګه ځان له سیمه‌ییزو سیالیو خلاصوي؟

تر ټولو مهمه خبره اوس دا ده، چې کله افغاني ډیالوګ پیلېږي، د افغاني سولې په متن بحث هغه مهال کېږي، نو طالب به څه ډول له دې سیمه‌ییزې لوبې د خلاصون تضمین ورکوي؟

له القاعده، حقاني نیټورک او نورو نړیوالو ترهګرو سازمانونو د بېلتون تضمین سخت دی، خو تر ټولو سخت د پاکستان له نیابتي استازولۍ د ځان خلاصول دي، چې همدا اوس یې له امله د افغان سولې بهیر په ټپه ولاړ دی.

پر دغو سیمه‌ییزو ټولو اړخونو سربېره بله سخته پوښتنه دا ده، چې طالب ولې او څنګه د کشمیر د آزادۍ لپاره له پنځوس زرو زیات افغان سرتېري شهیدان کړل، په لکونو نور عام ملکیان یې په ویر کېنول او هره ورځ یې د لویو ښارونو په یوه څنډه کې په لسګونو کورنیو اور بل کړی وي؟

د یو سرټمبه حیوان په توګه هر وژونکی که نن یوازې پخپل زور حساب کوي او هر څه یې چې زړه وغواړي هغسې کولی شي، خو کله چې د نړیوالو ضمانت کوونکو او تائید کوونکو ترمنځ د خبرو مېز ته کېنې، د پورتنیو پوښتنو ځواب ویل بیا دومره اسانه کار نه دی.

جګړه کې په زور او باروت حساب کېږي، خو په خبرو کې په منطق، استدلال او تضمین حساب کېږي. د نیابتي جګړې په میدان کې که مالي سرچینې پټې وي یا عمده برخه یې جرمي اقتصاد وي، خو په خبرو کې بیا دې هر څه حساب او تضمین کېږي.

که د بحث د خلاصې په ډول یې ووایو؛ په تېرو اتلسو کلونو کې طالب د کشمیر د جګړې لپاره په افغانستان کې نظام او خلک وکړول او پاکستان چې دغه ځواک رامنځته کړ، له هغې ورځې یې تر ننه د کشمیر مسئله له دوی سره غوټه وساتله.

طالب خپله ټوله جګړه د پاکستان لپاره کړې، له هماغه ځایه قومانده ورکول کېږي او له هماغه ځایه تجهیز کېږي. د طالب په جګړه کې یوازې افغانستان وران شوی، افغان وژل شوی او افغان ځپل شوی.

له طالب سره سوله د افغانستان مجبوریت دی، ګنې د هغه چا چې هدف، قومانده او تجهیز پردی دی، هغه څوک چې د بل لپاره خپل کور ورانوي او هغه څوک چې د بل لپاره په ځان پورې بمونه تړي، نورو ته هېڅ خیر هم نشي رسولی.

طالب د افغان ټولنې مات لاس دی او په غاړه یې پروت دی، نه ترې کار اخیستل کېږي او نه ایسته غورځول کېږي، خو درد به یې زغمې او پر غاړه به یې ګرځوې، تر هغو چې جوړ شي، روغ شي او خپل بار پخپله پورته کړي.

533 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2