Categories

اعلان

Loading…

له ۲۰ کلونو وروسته (خاطره) نګین کرګر

نژدې شل کاله وروسته بيا کابل ته ولاړم۔ له ډار ترهې او وارخطايي سره ورسيدم احساس مې ناارامه و۔ په غوږونو کې مې د ډزو اوازونو وو د توغندیو د ویشتلو غږونو يو وار بيا بنگار پيل کړ۔ له ځانه مې وپوښتل: ايا زه د کوم ځاى او د کوم هيواد يم؟ زما اصلي کور چيرې دى؟ خو له کومه وخته راهيسې چې ما کابل پرې ايښي و او ترې تللي وم، نو په درې ملکونو کې واوسيدم ۔ په يوه هيواد کې مې هم ځان د هغه هيواد نه دى گڼلې ۔ په يوه هيواد کې د لږ وخت لپاره پاتې کيدل له ځانه سره او له خپل باطن سره يوه شخړه ده ۔ کيداى شي ډير افغانان داسې ونه انگيري او داسي احساس ونه کړي کيداى شي ځينې کسان دويم ملک خپل کور او هيواد وبولي ۔ خو دا به البته زما د نارامه احساس يوه برخه وي ۔ او تش زما په روح کې به غزونې کوي۔
د کابل کې په هوايي ډگر کې مې ډول ډول کسان وليدل ۔ هغه کسانو چې پاکستاني جامې يې اغوستي وي، يو چا به په ايراني لباس کې ځان پټ کړي و ۔ ان دا چې ځينې مکتبي نجونو غټ غت تور ټيکري پر سر کړي وو ۔
ما هم له ‌‌‌‌‌‌ډیر ‌‌‌‌‌‌ډاره عربی حجاب اغوستی و.
بهرنيانو راڅخه وپوښتل چې دا ټيکری څرنگه په سروم چې له سره ونه لويږي ۔ بيا مې هغو ته هم د په سر کولو يا د ټيکري د تاوولو تکنيک وروښوده ۔ يوى ښځې لوړ غږ را پورته شو، را ته وبريښيده چې په الوتکه کې ورته کوم سړې نيغې نيغې کتلي ول ۔ په لوړ غږ يې د ښځو د حقونو نارې ووهلي  په ايراني لهجه يې خبري کولي، هيچا ورته څه ونه ويل ټولو پرې وخندل ما له ځانه وپوښتل چې ايا د ښځو د حقوقو لپاره دا ځاى مناسب دى چې غږ ورته پورته شي۔ دلته گوندې ښځي په انسانانو کې شميرل کيږي؟
زه او زما ژوند شريکى دواړه سره پوه او په خندا شو چې د تلويزيون هغه کميدي صحنه را مخې ته ودريده چې زما د خوښې کمېډین په ‌‌‌‌‌‌ډیر هنر تمثیل کوي، ما ته را یاد شو چي دلته د ښځو پزې اوغوږونه پرې کيږي او د چا خبره چې بيا امريکايان ورته پلاستيکي پزې ږدي ۔
دلته د نادیه انجمن غږ خفه کیږې او فرخنده سنګساریږې.
 له هوايي ډگر نه را ووتلم ۔ ډيره گڼه گوڼه وه ۔ د کابل سړکونه د خلکو، کراچيو، ځوانو زړو هلکانو او نجونو څخه ډک ول ۔ د گاډو خو هيڅ لاره مالومه نه وه ۔ يوې خو ا ته غريب او بيوزلي ليدل کيدل او بلي خوا مرمې ضد گاډې چې په پر هر يوه د يوه وارلارد يا جنگ سالار عکسونه لگيدلي و۔ يو وار بيا را په ياد شول چې زيبا شکيب (يوه ليکوالي) ولي د خپل کتاب نوم افغانستان ته خداى يوازې د ژړا لپاره راځي ايښى دى ۔
خو ما ډېر زيات بدلون وليده په هر واټ او سرک کې د يو جنگ سالار عکس وو۔ دا هغه جنگ سالاران وو چې کابل ته راننوتل اوپه څو ورځو کې يې د کابل ښار په يوه کنډواله بدل کړ اوان تر کانکريټ لاندى د وسپنو کيبلونه په ټانکو پورې وتړل کش يې کړل او ټوټه توټه او په پاکستان کې يې وپلورل ۔ ، څنګه یې زمونږ د کور بریښنا څراغونه د بریښنا لینونه د بیخ نه بیاتې کړې و.
څنګه یې زمونږ بړستني او توشکې په چړو وهلې وې او زما د پلار کتابونه چی مونږ به اونۍ کې یوځل ترې ګرد پاکوه تالا والا کړې وو.
دا هغه جنگ سالاران وو چي زما د اوسيدو د بلاک نه چې د ناهيد شهيد بلاک مالوميده د هغوی په کور ننوتل چې عزت يې ورته لوټ کړي خو هغې د خپل عزت او شرف د خوندي کولو لپاره د مکروريانو د پنځم منزل نه ځان را گوزار کړ او مړه شوه ۔
موږ په سترگو بيا هره ورځ هماغه کړکۍ ليدله ۔ داسې د ډيرو ناهيدانو شرف پايمال شو داسې ډېري ناهيدې يې ووژلي، ویتښتولې، ډزې يې پرې وکړې چې گويا ټيکري يې سم نه دى اغوستى ۔ دا هغه جنگ سالاران وو چې هره کورنۍ يې د خپل کور څخه بيځايه کړه، هره کورنۍ یې د تورخم په لور روانه کړه، هلته یې د ګلخانانو د بزنس زمینه برابره کړه چې ګلم جمو ته کورونه په قیمته بیه په کرایه ورکړې.څنګه دې ټوپکمارو دا خلک په کمپوکړل چې د نړیوالو خیرات ته کینې.
او په پاتې خلکو یې داسې بمونه او راکټونه يى واورول لکه چې په کومه دښته کې چې ږلۍ اوري۔
کابل یې کنډواله کړ، د خلکو په سرو یې میخونه ټکوهل او د رقص مرده ویډیوګانې یې ترې ‌‌‌‌‌‌ډکې کړې، افشارو کې یې قتل عام وکړ او د ژوبڼ حیوانات هم ترې ژوندې پاتې نه شول.
همدې جنگ سالارانو يو دوه درئ نسلونه بې سواده کړل، یو یو څو یې طالبان کړل، د غریب اولاد هر چیرته د نس د غمه خوار وو مخکې د دې چې جنګسالاران کابل په وینو کګړ کړې نو دې وخت د کمونستانو بچو ښه په مزه روسیه کې چکرې وهلې او پاتې کورنیو پسې یې موټرې راغلې چې هلۍ کینئ چې مجاهد راروان دي او امنیت خرابیږې.
دا ما د داسې چا د خولې واوریدل چې‌‌‌‌‌‌ ډیر په ویاړ یې وویل موږ چې اروپا ته مهاجر شو نو لا پوه هم نه وو چې الوتکې کوم ملک ته راوستلو.
خو اوس دا ټوپکمار د افغانستان په هره سيمه کې ددوى بنگلي او بلډنگونه چې مليونونه ډالره بيه لري ولاړې دي ۔
او د کمونستانو چې غلا یې د ټوپکمارو په پرتله کمه وه اوس هم اروپا کې جلسې روانې دې او بزنسونه یې ښه په کش او فش کې دې.
دا ټوپک ماران اوس ملي قهرمانان بلل کيږي ۔ هر سړک ددوې په نوم دى  څه يو لوې شرم دې زه شرمیږم چې هر څلور لارې ګورم، هر ځاې کې چې په لاره ګرځم د څلورسوه بستر زخمې سرتیرې مې مخ ته دریږې چې هر مازدیګر به یې چورلکه کې په وینو لت پت راوړل او دا داکتران او نرسان به تری تاوو شول، دې سرتیرې به یا خپلې ادېته غږ کوه یا به یې جیب کلک نیولې وو پرته له دی چې پوه شې دده خو نوری پښې نشته چې خپل عسکرې بوټان پرې په پښو کړې. د غریبې کون‌‌‌‌‌‌ډۍ زوې سره لا هم د مورکۍ غم و.
دا دکابل سړکونه لا تر اوسه هم په وينو ککړ دي . د کابل د سیند نه د فرخندې د سوځیدلې کالبوت او وښایسته زلفو چې په اور کېلمبه شوې بوې راپورته و
د کابل سړکونه لا
۔ دبيگناه خلکو په وينو، د داکتر نجيب الله شهيد او د هغه دورور په وينو چې په يو ه څلور لاري کې ځوړند شول ککړ دې، د یو مسلمان جسد په ورځو ورځو په همدې څلور لارې کېځوړند و تر څو چې د کارغانو خوراک شو. ما خو اوریدلې دې چې مسلمان مړې زر خاورو ته سپارې، دا څنګه مسلمانې وه؟
 ۔ دا سړکونه دهغو اميدوارو ميندو په وينو ککړ دي  دهغه نازيږيدلو ماشومانو په وينو  چې دمور په نس کې يې ورته ساه واخيسته او د مور نه یې ورته تیونه بیاتې کړل ، دادهغه غريب ويني دي  چې نه يې دکوم مليت اونه دکوم قوم په لور کې ولاړ ول خو غوښيې دکابل دژوبڼ حيواناتو وخوړي ۔
خو ماته ډېره له وحشته ډکه اوحيرانوونکي خبره وه  چې دهمدې ظلمونو اوکړونو سره بيا هم سړکونه اوواټونه ددى په نومو نو ياديږي ۔ دا بشريت ته يوازې نه بلکې تاريخ ته ، افغانستان ته نړۍ ته يو ستر شرم دى.
زما په ذهن اوروان کې ډېر څه شته  غوښتل مې چې هر څه شريک کړم ۔ خو اوس به يې له ځانه سره وساتم ۔ هغه احساس چې زما سترگې له نمه ډکوي ۔کله چې مې دپسونو اوغوايانو سرونه  اولري په کراچيو کې وليدل۔ چې  ماشومانو به پلورل په ديرشو درجو تودوخه کې دبيوزلو دکور ډوډى وه  چې ديوې کيلو غوښې داخيستولو توان يې نه درلود ، هغه ګرمې، هغه د موټرو لوګۍ ، مکروبونه چې په کراچیو کې د لرې او پسونو د سرو نه راپورته وو ، د ماشومانو سپیرې څیرې، چاودلې لاسونه او ښایسته سترګې، دا تصويرونه زما په ذهن کې دي هغه گرمي هغه دپسونو لړمونونه زما په ذهن کې دې هغه کوچني ماشومان چې بايد ښوونځيو ته تللي واى ؟ خو د لسو افغانیو لپاره کار ته ولاړ و، ټولو زما ذهن ته يو گوزار ورکړ ۔

1,060 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2