Categories

اعلان

Loading…

پپسي راغله، فانټا راغله = جلالا اوبه ترخې شوې

ارواښاد استاد سعدالدین شپون

لنډۍ د پښتو تر هر لیکلي شعري دېوان نه د پښتنو د ژوند ښه ترجمانه ده، یا لږ تر لږه وه. کشکې زما نه کنګل وهلې پاتې وای. کشکې اوبو د نل مخ نه وای لېدلی چې کابل ته ان له پغمانه یا له کومې څا نه په کې رادرومي. ارمان چې د بټیو ډېرانونو اوکیمیاوي غوشایو سیندونه نه وای ککړ کړي. ارمان چې د ګنده ښارونو له مینځه نه تېرېدلی نو بیا به تر اوسه د جلالا اوبه خوږې وای. ارمان چې لاهم شین غړي منګي وای، نه پلاستیکي پنځه ګېلنه بېلرو نه. ارمان چې شاه لیلا د اوښ په کجاوه کې سپره وای، چې د بدخشان دشت ارم او د هندوکش او بابا اېلندون، د ګوماو او آبول  کوچیاني بازارونه لا پاتې وای، کاروانیانو او ساروانیانو به هرګوره بي بي سي او د آزادۍ رادیو ته زړونه ښه کړي نه وو؟ شپنو به د امریکا په کانکریټی تمبوانو کې څه بلاوې غوښتې، ایسته به یې چاودې تلې په ترخو سولېدې، ګوتې د غوږونو په پوڅکې پورې نیولي، مستو غړانګو به یې په غرو رغو کې انګازې کولی.

چې سیاست و، که وچکالي که کوم بل آسماني یا مځکنی آفت چې په ډایناسارانو هم راغلی و، سپاره راغلل که پلي، هغه دنیاګۍ یې زموږ له ښې واېستله، په وچ ډاګ یې پرېښودلو. ډاینا ساران ، دېوان او اور شیندونکي ښاماران خو ولاړل چې ولاړل، زموږ وار راغلی.

 فرق دا دی چې موږ بنیادمان یو، د تباهۍ نه د بچ کېدو لارې را اېستلی شو. دا لار په فکر را وباسو، دا غر ضرور په سر لار لري، نورو پرګنو هم پرې مزلونه کړي. پښتنو ډېر متلونه پرېښي چې ځینې یې لا هم د نښې مینح ولي. یو د غله او مله دی چې که یو نه تښتي بل دې وتښتي. که شرایط ستا په مزاج نه برابرېږي، ته ځان ورسره عیار کړه.

++++++

د پښتنو لیکوالانو روښانه ستوري، بېنواڅه ښه فرمایلي چې: یا له غرونه ښکته شه+ یا غرونه ښارونه کړه. سخ د هغو چې تیارښکته شوي نن ورځ عیشونه کوي، وطن کې یا له وطنه بهرد بې ننګۍ کشکول په غاړه ګرځوي ډک یې راوړینه. خاورې د ولس په سر شوې چې لا په خپلو زړو انګېرنو او ارزښتو نو کې ایسار پاتې دي، که شپون و ،اوس بې رمې بره لېوانو ته پرېښې دي که کاروانی دی اوښان . یو هم نه ګرموم، کسر په هغه بدلون کې دی چې  چاپیریال یې درپچال کړ.

بهیروال ، بلکه د پښتنو لیکوالو اکثریت په ما غوسه دي چې شعر ته رغبت نه ښیم. تاند کې هم راته بد وايي او هغه ورځ مې د پاړسکو په ادبي بنډار کې د رومي مولینا، بېدل او ځینو نورو شاعرانو په هکله وویل چې دا قیمتي آثار داسې ګلالي دي، لکه قدیمي چیني باب، یا په مریو جړاو شوې رنجلومې او ګنډونه ، اوس د نندارتون سره ښايي، چې مازې ورته ګورو، خوند ترې و اخلو.

 د جهاد په کالونو کې افغان ملتیانو د باباګانو د زنګنې تورې، تبرګي او حتی یوه خوګیاڼیوال له توره ډال سره  یوه اسلامي تنظیم سره یو ځای کېدل غوښتي وو خو دا یې هم ویلي وو چې زموږ پاڅون سوچه ملي دی. حزب اسلامي والا د نر زوی، شپیه ټول حلال کړي وو.

چې ما یوه ورځ انتقاد ورباندې وکړ هغه وخندل، چې موږسره  کلاشنکوفونه، هاوانونه او سام ډوله میزایلونه وو چې د هغوی د سېلاوو او تبرګي سره یې قافیه نه جوړوله.

اوس چې زه خپلو شاعرانو او ناثرانو ته ګورم، زیات شمېر یې هماغه د باباګانو هو بهو پېښې کوي . زه خپله هم د باباګانو آثار لولم، خوند ترې اخلم. خو چې لیکل کوم، کوشش مې دا وي چې د خپل و خت تخیل، سمبولونه او ارزښت وکاروم. د باباګانو د لاس  پاتې تحفې د تبرک په شان په ورېښمینو د سمالونو کې ساتم. دا ما ته د زړه زور رابښي چې ګوره که زه هم لوستونکو ته یوه نیمه د کار خبره ولیکلی شم.هغوی په خپل عصر کې پښتو او پښتانه وپالل، تر موږ یې را ورسول، موږ لره بویه چې په خپل عصر کې یې بل کول ته ورسوو، هغوی د خپلې زمانې مخکښان وو، موږ د خپلې زمانې سره، لږ تر لږه انډول خو وساتو. که اوس هم موږ ګودر او د اوښ کجاوې یادوو، نو لږ تر لږه هغه الوتکې هم یادې کړو چې موږ ورکې تښتېدلي یو، هغه لېپ ټاپ چې موږ ورکې چیټونه کوو.

ادبي ژانرونه هم زوکړه او مرګ لري. زما اټکل دا دی چې د قصیدې په شان، لنډۍ د ژانر په حیٍث  مخ په زوال که نه وي مخ په ځوړ روانه ده، خیر که بیا یاران را ته په غوسه شي.

 یو وخت ما خپله په یوه منلي شاعرانتقاد کړی و چې له ځانه یې لنډۍ جوړولې.

خطا وتلی وم. که نوې جوړې نشي دا ژانر مري. خو زما لویه اندېښنه دومره شکل اولوښی ته نه ده لکه هغه نګولی چې لوښي کې اچول کېږي. اصلي انتقاد مې هم په همدې موجوده سلاتې دی چې لیکوال یې د ناول، هایکو، لنډې کیسې او شعر په نومونو لوستونکو ته ورکوي. د دیالوګ، اډانې، تلوسې…… د خدای پنډ نوروپارسي او لاتیني  نومونو دڼۍ پرې ږدي، بربنډتیا ورسره اغږي، ګویا لوستونکو ته یو قسم پت ګواښ هم کوي چې زه تر تاسو په عصري مفهومونو ډېر پوهېږم. پوهه دې اور واخله، شهرت دې خاورې شه، خو یو داسی شی ولیکه چې هم خوند ولري، هم د موجودې ټولنې رښتونی ترجماني وکړي، هم بل چا نه وي لیکلی، نوی وي. باسي نه وي. د« ګټور» شرط مې ځکه کښینښود چې  بیا د ايډیالوژۍ تبلیغات را لمبر نه کړي . هغه برخه دې مقالو او تحلیلنامو ته پاتې وي. زما خبره ادبیاتو ته متوجه وه، منظوم او منثٍور هنر ته.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د سپټمبر په ۱۳ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

409 total views, 6 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
2a125067-5aec-7f86-5315-589b3b61f5f9
response_body:
{"id":"9913b1d6-1aca-4e17-9eec-2b7aeb902047","recipients":660,"external_id":"2a125067-5aec-7f86-5315-589b3b61f5f9","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
660
notification_id:
9913b1d6-1aca-4e17-9eec-2b7aeb902047

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2